You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
ټول ویډیويي راپورونه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
اعلان
اسرائيل
په دې پاڼه کي د اسرئيل اړوند مطالب خپريږي.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
اسرائیل د لبنان په جنوب کي «محدود مځکني عملیات» پیل کړل
د اسرائیل پوځ د لبنان په جنوب کي د «محدودو او هدفمندو» مځکنیو عملیاتو څخه خبر ورکړی دی.
د «فلسطین د ازادۍ له پاره د خلق جبهې» درې قوماندانان وژل شوي
د بیروت په «کولا» سیمه کې د اسرائیل په هوایي برید کې د «فلسطین د ازادۍ له پاره د خلق جبهې» درې قوماندانان وژل شوي.
اسرائيل د حزب الله د یو بل لوړپوړي چارواکي د وژلو خبر ورکړ
اسرائيل وايي د حزب الله ډلې يو بل لوړپوړی چارواکی، نبيل قاووق ېې په هوايي حمله کې وژلی دی.
د لبنان حزب الله ډلې د خپل رهبر وژنه تائيد کړه
د لبنان حزب الله ډلې د شنبې په ورځ ومنله چې رهبر ېې حسن نصرالله د اسرائيل په یوه حمله کې وژل شوی دی.
د اسرائيل پوځ د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژلو ادعا کړې
د اسرائيل پوځ د شنبې په ورځ د حزب الله وسله والې ډلې د مشر د وژلو ادعا وکړه.
آلمان په لبنان کې د اوربند ملاتړ کوي
د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې ويلي دي چې په منځني ختیځ کې «د جګړې پراخيدل» به د «پایداره امنيت» د لارې خنډ وي.
د اسرائیل او حزب الله ترمنځ اوربند له پاره وړاندیز
په داسي حال کي چي اسرائیل په لبنان کي دیوه ممکنه مځکني برید له پاره تیاری نیسي، امریکا او متحدین یې د اوربندغوښتنه کوي.
حزب الله پر تل ابيب توغندی فېر کړی
حزب الله ويلي دي چې پر بيروت باندې د بريد په نتیجه کې د يوه قوماندان تر وژل کیدو وروسته یې د موساد يوه اډه په نخښه کړې.
بایدن په لبنان کې د شخړې د پراخيدو له کبله خبرداری ورکړی
د منځني ختيځ او اوکراين جګړې په نيویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې تر ټولو مهمې موضوعګانې وي.
پر لبنان د اسرائیل د بریدونو په اړه نړیوال غبرګونونه
پر لبنان د اسرائیل په پراخو هوایي بریدونو ۴۹۲ کسان وژل شوي.
اسرائيل پر لبنان باندې تازه هوايي بريدونه کړي
اسرائيل خلکو ته له هغو ځايونو څخه د لېرې پاتېدو خبرداری ورکړی دی چې حزب الله یې کاروي او پر لبنان یې تازه بريدونه کړي.
ملګرو ملتونو په منځني ختیځ کې د «ناورین» خبرداری ورکړی
د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي خبرداری ورکړی، چې منځنی ختیځ له یوه « ناورین» سره مخ دی
اسرائیلي ځواکونو په لویدیځه غاړه کې د «الجزیره» دفتر تړلی دی
اسرائیلي عسکرو د یکشنبې (د سپټمبر ۲۲ نیټه) سهار وختي په لویدیځه غاړه کې د الجزیره تلویزوني شبکې دفتر تړلی دی.
ایران خپله نوې ځانمرګې بې پلوټه الوتکه ښکاره کړه
ایران د ځانمرګې بې پیلوټه الوتکه او د بالستیک توغندیو یو بل ماډل معرفي کړی، چې ظاهرا زرګونه زرګونه کیلومتره واټن وهي.
د لبنان حزب الله د ابراهیم عقیل وژل کیدل تائید کړ
عقیل چې د حزب الله ترهګرې ډلې یو لوړپوړی قوماندان او عملیاتي مشر و د جمعې په ورځ د اسرائیل په هوایي برید کې ووژل شو.
د حزب الله تر ګواښ وروسته د دغې ډلې پر اهدافو د اسرائيل حملې
د اسرائيل پوځ وايي د حزب الله د توغندیو توغولو شا او خوا سل ځایونه په نخښه او تر ۱۰۰۰ ډېر توغندي ېې له منځه وړي دي.
تر پيجر وروسته د مخابرو چاودنې: تر شلو ډېر کسان وژل شوي
په لبنان کې د چهار شنبې په ورځ له ځينو ځایونو څخه د مخابرو د چاودنو خبرونه ورکړل شوي.
اسرائيل ته د حزب الله ګواښ: د پيجرونو د چاودنو غچ اخلو
په لبنان کي په چاودنو کي نهه کسان وژل شوي او په زرونو نور ټپيان شوي دي.
ملگري ملتونه: د غزې په بريد کي مو ۶ کارکوونکي وژل سوي
د م.م په حواله په غزې تراډه کي د اسرائیل په بريد کي د فلسطیني کډوالو د آژانس "اونراوا" شپږ کارکوونکي وژل سوي دي.
ډاکټران: د اسرائيل بريد درنه مرګ ژوبله اړولې ده
د حماس د ملکي دفاع څانګې له خوا ويل شوي دي چې په خان یونس کې د اسرائيل د هوايي بريد په نتيجه کې ۴۰ کسان وژل شوي.
د سوریې پر پوځي تاسیساتو د اسرائیل په برید کي ۷ کسان وژل سوي
د فعالانو په حواله په سوریه کی د پوځ پر تاسیساتو باندی د اسرائیل د هوايي برید په نتیجه کي ۷ کسان وژل سوي دي.
بلېنکن: د اسرائيل او حماس ترمنځ پر اوربند ۹۰ سلنه توافق شوی
د امريکا د بهرنیو چارو وزير ويلي دي چې دا د اسرائيل او حماس مسئوليت دی چې د اوربند د هوکړې په تړاو خلا ډکه کړي
آلمان؛ پولیسو د اسرائیل قونسلګرۍ ته نیږدې یو کس ویشتلی
د آلمان په مونشن ښار کې پولیسو پر یوه شکمن کس ډزې کړي چې «ظاهراً یې یوه وسله له ځانه سره لیږدوله.»
د المان د بهرنیو چارو وزیرې منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړی
په اکتوبر میاشت کې پر اسرائیل د حماس د جنګیالیو له برید راهیسې منځني ختیځ ته دا د انالینا بیربوک یوولسم سفر دی.
د حماس پر مشرانو د ترهګرۍ ضد دعوه په امريکا کي
د امریکا عدلیې وزارت د اکتوبر د اوومې د بریدونو په تړاو د حماس پر مشرانو اقامای دعوی کړې ده.
امریکا: د دې وخت دی چې په غزه کې پر اوربند هوکړه وشي
امریکا وايي د دې وخت رارسېدلی چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره د اسرائيل او حماس تر منځ یوه هوکړه «نهايي» شي.
د يرغمل سوو د آزادۍ له پاره په اسرائیل کي پراخې مظاهرې
له حماس ډلې څخه د یرغمل سوو کسانو د آزادیدو په موخه اسرائيل د پراخو مظاهرو او اعتصابونو شاهد دی.
اسلامي دولت ډلې بیا اروپا او آلمان هدف ګرځولي
د آلمان په زولنګن ښار کې بريد د اسلامي دولت ترهګرې ډلې سره د تړاو لرونکي زور زياتي يوه تازه بېلګه ده.
د اسرائيل او حزب الله ترمنځ کله او څه ډول شخړي رامنځه شوي
په وروستیو کې د اسرائیل او د حزب الله ترمنځ تشنج ډیر شوی، خو له لسیزو راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ شخړې ادامه لري.
د غزې مذاکرات: ایران ویلي چې پر اسرائیل اعتماد نه شي کیدلی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي باقري کني، په غزه کې د اوربند د مذاکراتو په اړه وویل چې پر اسرائیل باور نه شي کید
حماس غواړي د قطر په مذاکراتو کې له ګډونه صرف نظر وکړي
امریکا او قطر له ښکيلو خواوو غوښتي چې غزه کې د اوربند له پاره دغه مذاکرات نباید تضعیف شي.
د منځني ختيځ کړکېچ: جګړه د هیچا په ګټه نه ده
د بریتانيا لومړي وزیر د ایران له ولسمشر سره په تلیفوني خبرو کې په سیمه کې د وضعیت په اړه خپله سخته اندېښنه څرګنده کړې ده
څارونکي: په سوريه کې پنځه ایران پلوه جنګيالي وژل شوي
د سوريې په ختيځ کې د عراق سرحد ته نژدې نن يکشنبه د ډرون په یوه حمله کې پنځه ایران پلوه جنګيالي وژل شوي دي.
غزه: پر ښوونځي د اسرائیل حمله کې د درنې مرګ ژوبلې رپوټونه
په غزه کې د حماس د شنبې په ورځ وويل پر یوه ښوونځي د اسرائيلي ځواکونو حمله کې له ۱۰۰ ډېر فلسطينیان وژل شوي دي.
اسرائیل د حماس د نوي مشر د لمنځه وړلو ژمنه کړې
په داسې حال کې چې په غزه کې جګړه یوولسمې میاشتې ته داخله شوې، اسرائیل ژمنه کړې چې د حماس ډلې نوی رهبر به له منځه یوسي.
رپوټ: روسیه ایران ته د هوایي دفاع تجهیزات ورکوي
ویل کیږي چې ایران د اسرائیلو پر وړاندې له غچ اخیستونکو بریدونو مخکې له مسکو څخه د مرستې غوښتنه کړې وه.
د آلمان له حکومته د اسرائیلو د ملاتړ غوښتنه
آلمان: د یهودانومرکزي شورا له حکومته غوښتي چی په منځني ختیځ کی د کړکیچ د زیاتیدو په صورت کي له اسرائیلو پوځي ملاتړ وکړي.
منځنی ختیځ د جګړې په درشل کې؛ امنیتي ټیم سره د بایډن ناسته
په منځني ختیځ کې د جګړې پراخیدو خطر په پام کې نیولو سره، جو بایډن د امریکا د ملي امنیت له ټیم سره ویني.
د لبنان حزب الله پر اسرائیلو ۵۰ توغندي توغولي دي
د لبنان حزب الله د اسرائیل په شمال کې پراخ توغندیز عملیات ترسره کړي دي.
امریکا منځني ختیځ ته لا زیاتې جنګي الوتکې او بیړۍ استوي
پنټاګون اعلان کړی دی چې منځني ختیځ ته به لا زیاتې جنګي الوتکې او بیړۍ واستوي.
په منځني ختيځ کي د کړکېچ په اړه په امنيت شورا کي اندېښنې
د م.م د امنیت شورا غړو د هنیه، تر وژل کیدو وروسته په منځني ختیځ کي د احتمالي کړکېچ د زیاتیدو په هکله اندېښنه ښودلې ده.
د حماس مشر اسماعيل هنيه په ایران کې وژل شوی دی
د فلسطينۍ وسله والې ډلې حماس مشر اسماعيل هنیه، په تهران کې د «هغه پر هستګونځای یوه حمله کې» وژل شوی دی.
اسرائيل د ګولان پر غونډيو بريد ته د غبرګون په اړه غور کوي
د اسرائيل امنیتي کابينې پر دې باندي بحث کړی دی، چې څرنګه د ګولان پر غونډيو بريد ته ځواب وويل شي.
په امريکا کې د نتانياهو پر ضد د يهودانو مظاهره
د سولې له پاره د يهودانو د غږ ټولنې فعالان د امريکا کانګرس ودانۍ ته داخل شوي دي.
د حوثي یاغيانو او اسرائيل ترمنځ زور زياتی پر ډېريدو دی
تېره اونۍ حوثي ياغيان په دې وتوانېدل چې د اسرائيل تل ابیب ښار له يمن څخه په نخښه کړي او يو کس ووژني.
په خان يونس کې د ۷۰ کسانو د وژل کيدو ادعا
په غزه کې د حماس ډلې د روغتيا وزارت ويلي چې د غزې د جنوبي ښار خان يونس په مرکز کې د اسرائيل د پوځ عملیاتو۷۰ کسان وژلي.
د حوثیانو پر مرکزونو د اسرائیل برید ته د ایران غبرګون
ایران په یمن کې پر حدیده بندر د اسرائیلو برید غندلی او په سیمه کې د کړکیچ د پراخیدو خبرداری یې ورکړی دی.
په اردن کې د ناټو نوی دفتر څومره «خطرناک» دی؟
ناټو به د منځني ختیځ خپل لومړی ارتباطي دفتر په اردن کې پرانيزي. د سيمې ځيني اوسيدونکو پر دې ګام سختې نيوکې کړي دي.
اسرائيل د غزې ښار د تخليې لارښوونه کړې ده
اسرائيل د غزې ښار له اوسيدونکو غوښتنه کړې ده چې د سختو نښتو له کبله له ښاره ووځي.
اسرائيل: د حزب الله ډلي په برید کې ۱۸ عسکر ټپیان شوي دي
د اسرئیل پوځ د یکشنبې په شپه اعلان وکړ چې د لبنان حزب الله ډلې د بې پيلوټه الوتکو په برید کې ۱۸ عسکر ټپیان شوي دي.
مخکينۍ پاڼه
د 15 پاڼو څخه 2
بله پاڼه