1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې پر پوځي تاسیساتو د اسرائیل په برید کي ۷ کسان وژل سوي

۱۴۰۳ شهریور ۱۹, دوشنبه

د فعالانو په حواله په سوریه کي د یکشنبې په ماښام د پوځ پر تاسیساتو باندي د اسرائیل د هوايي برید په نتیجه کي د ملکيانو په گډون ۷ کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4kPqL
Israel | F-15-Kampfflugzeug der israelischen Luftwaffe
انځور: Ariel Schalit/AP Photo/picture alliance

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې څرگنده کړې ده چي مسجف (مصیاف) ته نیژدې د دغو قربانیانو په ډله کي یو پلار او زوی هم شامل دي چي په خپل موټر کي له نوموړې سیمي څخه تیریدله. په نورو قربانیانو کي یو ملکي او څلور سرتیري شاملیږي.

د څار نوموړې ادارې څرگنده کړې ده چي نور ۱۵ زخمیان سوي هم دي. د معلوماتو له مخي د اسرائیل  له خوا بریدونه، په دریو څپو کې ترسره سول او هدف یې د حما ښار په ختیځ مسجف کې د پوځ پنځه پوستې وې، چیرې چې ایران پلوه ډلې او د وسلو د پراختیا کارپوهان حضور لري. په دغه سیمه کې یو علمي څیړنیز مرکز هم موقعیت لري.

د نوموړو معلوماتو له مخي ۱۳ سختي چاودنې سوي دي. د سوریې له پاره د بشري حقونو د څار ادارې چی مرکز یې په بریتانيا کي دی، خپل معلومات په سوريه کي د سرچینو له شبکو څخه په لاس راوړي دي. خو دغه معلومات په خپلواک ډول نه دي تائيد سوي.

د سوریې دولتي خبري آژانس (سانا) په حواله د اسرائیل د هوايي برید په نتیجه کي لومړی د پنځو کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل سوی وو. سانا په مسجف کي د دولتي روغتون د مشر فیصل حیدر، په حواله ویلي دي چي ۱۹ نور کسان ټپیان سوي دي.  

د سانا په حواله اسرائیل خپل هوايي بریدونه د اروپا پر وخت د شپې پر یوولسو بجو او ۲۰ دقیقو د لبنان له شمال لویدیځ څخه پیل کړل.  نوموړي دولتي خبري آژانس د یوې پوځي سرچینې له خولې رپوټ ورکړی دی چي د سوریې دافع هوا ډیر شمیر توغندي فیر کړل.

په ۲۰۱۱ م کال کي د سوریې د داخلي جنگونو له پیل راهیسي، اسرائیل په هغه ځای کي په سلونو هوايي بریدونه کړي دي چي په اصل کي یې زیاتره د ایران پلوو ډلو په وړاندي وه. د اکتوبر پر اومه پر اسرائیل باندي د حماس ډلې د برید راهیسي، په سوریه کي د اسرائیل هوايي بریدونه مخ پر زیاتیدو دي.

اسرائیل  په خپله د دغو بریدونو په هکله لږ معلومات ورکوي، خو تل ټینگار کوي چي دې ته به اجازه ور نه کړي چي ایران  په سوریه کي خپل حضور ته پراختیا ورکړي. د سوریې د بشري حقونو د څار  دارې په حواله د اگست مياشتي په پای کي درې ایران پلوه جنگیالي د سوریې په مرکزي سیمه حُمص کي، اسرائيل ته په منسوب سوو بریدونو کې ووژل سول.

 یو څو ورځي وروسته، داسرائیل پوځ خبر ورکړ چي هغوی په سوریه کي د لبنان سرحد ته نیژدې د یوه برید په نتیجه کي د فلسطیني  سازمان اسلامي جهاد ډېري غړي وژلي دي.

GP/NZ/AG