1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

د غزې مذاکرات: ایران ویلي چې پر اسرائیل اعتماد نه شي کیدلی

۱۴۰۳ مرداد ۲۷, شنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي باقري کني، په غزه کې د اوربند د مذاکراتو په اړه وویل چې پر اسرائیل باور نه شي کیدلی. د لبنان په سویل کې د استوګنې پر ودانۍ برید کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او دری نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/4jZn3
Ali Bagheri Kani
انځور: Vahid Salemi/AP/picture alliance

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي باقري کني، د جمعې په ماښام وویل چې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني، ایران په دوحه کې د غزې په اړه ترسره شوو خبرو اترو په هکله په جریان کې اچولی دی.

په غزه کې د اوربند په اړه مذاکرات بې له کومې مشخصې نتیجې په دوحه کې پای ته رسیدلي دي، خو ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ به په قاهره کې ادامه پيدا کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دغه مذاکرات رغوونکي وبلل او د داسې هر ډول اقدام له کبله یې خبرداری ورکړ چې مذاکرات کمزوي کولی شي. د مصر او قطر ترڅنګ امریکا د غزې په تړانګه کې د اوربند په هکله مذاکراتو کې یو له منځګړو څخه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دوحې په مذاکراتو کې د منځګړو په هکله وویل: «امریکا خپلو صهونیستانو ته د جنگي وسلو په برابرولو سره د جرم شریک دی، نه بې طرفه منځګړی».

دغه ایراني چارواکي همدارنګه ټینګار کړی دی: «په غزه کې د یرغلګرو د ژونو او جنایتونو د بندولو له پاره باید له ټولو ظرفیتونو څخه کار واخیستل شي.»

باقري کني په ایکس شبکه کې لیکلي چې پر اسرائیل اعتماد نه شي کولی او باید هر هغه کار ترسره شي چې په غزه کې د اسرائیلي پوځي عملیاتو د بندیدو سبب کیږي.

دغه څرګندونې په داسې یوه وخت کیږي چې جو بایډن د جمعې په ماښام د یوې اعلامیې په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې هیڅ څوک نه باید په سیمه کې پر داسې یوه اقدام لاس پورې چې له کبله په غزه کې د اوربند او د یرغمل شوو د خلاصیدو په هکله د مذاکراتو د کمزورې کیدو سبب شي.

بایډن بې له دې چې د ایران نوم واخلي ویلي دي «د منځني ختیځ هیوادونه په غزې تړانګه کې د اوربند له پاره هڅې نه باید کمزورې کړي».

د امریکا ولسمشر همدارنګه د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره په دې وروستیو ورځو کې په خبرو اترو کې د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې کړي دي. ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ دغه خبرې اترې د مصر په پلازمېنه قاهره کې ادامه پیدا کړي.

د لبنان پر سویل برید کې ۹ تنه وژل شوي

لبنان په جنوب د نبطیه سیمې په «تول» ښارګوټي کې د استوګنې ودانۍ بمبار شوې ده. په دې برید کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

اسرائیلي پوځ د شنبې (د اګست میاشتې ۱۷ نیټه) په سهار اعلان وکړ چې د لبنان په نبطیه سیمه کې د اسرائیل په هوایي برید کې د حزب الله د وسلو یوه زېرمه په نښه شوې ده. اسرائیلي پوځ په دې برید کې د اوښتي مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

ولې د ایران اتومي پروګرام بیا د توجه وړ ګرځیدلی؟