بایدن په لبنان کې د شخړې د پراخيدو له کبله خبرداری ورکړی
۱۴۰۳ مهر ۴, چهارشنبهد امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته د وينا پر وخت په لبنان کې د شخړې له پراخیدو څخه خبرداری ورکړ. نوموړي په داسې حال کې چې اسرائيل په لبنان کې هوایي بريدونه کوي، د دیپلوماتيک حل غږ وکړ او له «يوې بشپړې جګړې» څخه يې خبرداری ورکړ.
نوموړي په خپله وينا کې وويل: «جګړه د هيچا په ګټه نه ده. که څه هم چې وضعيت خراب شوی دی خو ديپلوماتیک حل یې اوس هم امکان لري.»
اسرائيل وايي چې د حزب الله ډلې د وسلو پر ډيپوګانو او زيرمو باندې بريدونه کوي. د لبنان د روغتيا وزارت په حواله په دې بريدونو کې له دوشنبې ورځې راهېسې ۵۵۸ کسان وژل شوي چې ۵۰ ماشومان او ۹۴ ښځې هم پکې شاملې دي.
بايدن، په خپله وينا کې د اسرائيل او حماس څخه غوښتنه وکړه چې د اوربند وړاندیز شوی څو مياشتې پخوانی تړون دې بالاخره نهايي کړي. نوموړي زياته کړه چې دی ژمن دی چې په غزه کې به جګړه پای ته رسوي.
بایدن، د هغه تړون په اړه چې امريکا، قطر او مصر پکې منځګړيتوب کوي، وويل: «اوس وخت را رسېدلی چې ښکيل اړخونه خپل شرايط نهايي کړي.»
بایدن، راغلو استازو ته وويل چې دا تړون به د «يرغمل نیولو شويو راستنېدل عملي کړي، د اسرائيل امنيت به تضمين کړي او غزه به د حماس له منګولو را وباسي او په دې توګه به په غزه کې د جګړې په کړاو کې آساني رامنځته کړي.»
خو نوموړي ملګرو ملتونو ته وويل چې دی پر نړيوالو شخړو سربیره هم هيله من دی.
بایدن پر نړۍ له اوکراين سره د مرستې د دوام غږ وکړ
بایدن، وويل چې د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين، له خوا د اوکراين اشغال ناکام شوی دی او له ملګرو ملتونو څخه یې غوښتنه وکړه چې تر هغه دې له اوکراين سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي څو هغه بريا ته ورسيږي.
بایدن، وويل: «د پوتين جګړې په خپل اصلي هدف کې ماته خوړلې ده. هغه اراده کړې وه چې اوکراين ويجاړ کړي، خو اوکراين نن هم آزاد دی.»
مکرون ايران ته د روسیې د ملاتړ له کبله خبرداری ورکړی
د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، خپل ايراني سيال مسعود پزشکيان ته په اوکراين کې د جګړې په ترڅ کې د روسیې د ملاتړ له کبله خبرداری ورکړی دی. لویديځ هېوادونه وايي چې تهران روسیې ته باليستيک توغندي ورکړي دي.
په فرانسه کې د ولسمشرۍ دفتر له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې چې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې د دواړو مشرانو تر ليدنې کتنې وروسته خپره شوې ده، راغلي دي چې مکرون خپل «ايراني سيال يعني د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ته په اوکراين کې د تيري په ترڅ کې له روسیې سره د ملاتړ د دوام له کبله خبرداری ورکړی دی.»
د فرانسې ولسمشر له خپل ايراني سيال څخه دا هم وغوښتل چې په لبنان کې دې د ترنګلتياو په راکمولو کې خپل نفوذ وکاروي او ټينګار یې وکړ چې له ایران سره یې په دوه اړخیزو اړیکو کې هغه وخت د ودې امکان رامنځته کيدلای شي چې ایران په سملاسي توګه په دغه هېواد کې بندي فرانسوي وګړي آزاد کړي.
د آلمان د بهرنيو چارو وزير انالېنا بېربوک، هم په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د وزيرانو په غونډه کې پر روسیې په اوکراين کې د جګړې د ختمولو او د «سملاسي او پايدارې» سولې غږ وکړ.
اردوغان په غزه کې د جګړې له کبله پر ملګرو ملتونو نيوکې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، په ملګرو ملتونو تور پورې کړ چې په غزه کې جګړه د درولو له پاره هلې ځلې نه کوي. نوموړي وويل چې غزه «په نړۍ کې د ښځو او ماشومانو په تر ټولو ستره هدیره باندې بدله شوې ده.»
اردوغان په نیويارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وويل: «په غزه کې نه يوازې ماشومان مري بلکې د ملګرو ملتونو سیسټم هم ورسره مري.»
نوموړي وويل: «رښتيا او هغه ارزښتونه چې لویدیځ یې د دفاع ادعاوې کوي، د مړه کيدو په حال کې دي. زه یې په ښکاره وايم: ای! د بشري حقونو سازمانونو، آیا هغه چې په غزه او لوېديځه غاړه کې دي، انسانان نه دي؟»
د حماس د روغتيا وزارت په حواله په غزه کې د اسرائيل او فلسطيني وسله والې ډلې ترمنځ د جګړې په ترڅ کې چې اوس یې نږدې دولسمه میاشت ده، لږ تر لږه ۴۱ زره ۴۶۷ کسان وژل شوي دي.
خو دا وزارت د ملکيانو او جنګيالو ترمنځ توپير نه کوي، خو ملګري ملتونه او نور بشري سازمانونه د تلفاتو دغه شميرې تر ډېره د اعتبار وړ ګني. ملګري ملتونه وايي چې د وژل شويو ملکيانو زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.
ب. ص/ن.ز (آژانسونه)