څارونکي: په سوريه کې پنځه ایران پلوه جنګيالي وژل شوي
۱۴۰۳ مرداد ۲۱, یکشنبهپه سوريه کې د بشري حقونو یو څارونکي وويل: «دغه پنځه د ايران له ملاتړه برخمن جنګیالي وروسته له هغې ووژل شول چې یو ناپېژاندې ډرون د سوريې-عراق سرحد ته نژدې هغه پوځي موټر په نخښه کړ، چې دغه کسان په کې سپاره ول.»
سرچېنې ويلي چې په دغه حمله کې يو شمېر نور ټپيان شوي هم دي چې د ځينو ټپونه جدي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې ويلي چې ننۍ (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۱۱مې) حمله د سوريې په ختيځ ایالت دیرالزور کې شوې چې ایران په کې د پام وړ نفوس لري او معمولا د اسرائيلي او امریکايي ځواکونو د حملو هدف ګرځي.
د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې دفتر په بريتانیا کې دی او په سوریه کې هم یوه څارګره شبکه لري.
په جون میاشت کې هم په یوې شپنۍ هوايي حمله کې د ایران له ملاتړه برخمن درې جنګيالي وژل شوی ول. په دوی کې لږ تر لږه دوه ېې عراقيان ول. یادې بشري ادارې هغه مهال ويلي وو چې دغه حمله د سوريې په شرق کې عراق سرحد ته نژدې شوې وه.
له ۲۰۱۱ کال راهيسې چې په سوريه کې کورنۍ جګړه پيل شوې اسرائيل او امریکا متحده ایالات په دغه هېواد کې بريدونه کوي چې ډېری پکې د لبنان د حزب الله په ګډون، د ایران له ملاتړه د برخمنو وسلوالو پټنځایونه په نخښه کیږي.
(AFP)mks/aa/