1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

اسرائيل له حزب الله ډلي سره جګړې ته تياری نيسي؟

۱۴۰۳ تیر ۷, پنجشنبه

د اسرائيل د دفاع وزير ويلي دي چې اسرائيل «جګړه نه غواړي» خو هر ډول حالت ته د چمتوالی نيولو په حال کې دی. د رپوټونو په حواله په دې منځ کې په سوريه کې د اسرائيل بریدونو دوه کسان وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4hZMm
 اسرائيل په ميتولا سيمه کې د حزب الله د ډزې
د اسرائيل په ميتولا سيمه کې د حزب الله د ډزې انځور: RABIH DAHER/AFP/Getty Images

د اسرائيل د دفاع وزير ګالنټ، ويلي دي چې هيواد یې نه غواړي له لبنان سره په جګړه کې ښکیل شي، خو د دیپلوماتيکي هلو ځلو د ناکامېدو په صورت کې ستر زيان رسولو ته چمتو دی.

ګالنټ، امريکا ته سفر کړی او هلته يې په واشنګټن کي خبريالانو ته وويل: «موږ جګړه نه غواړو، خو موږ هر ډول سناريو ته د چمتووالي نيولو په حال کې يو.»

هغه وويل: «حزب الله په دې ښه پوهيږي چې که چېرې جګړه پېل شي نو موږ په لبنان کې شديد زيان اړولی شو.»

ګالنټ، زياته کړې چې د اسرائيل پوځ د دې جوګه دی چې د ایران له ملاتړه برخمنې دغې ډلې سره د بالقوه جګړې په ترڅ کې لبنان «د ډبرو عصر ته وليږدوي.»

د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایدن، ادارې په څو ځلي د سيمې نورو برخو ته د جګړې له پراخولو څخه خبرداری ورکړی دی.

د اسرائيل په شمال او لبنان په جنوب کې په لسګونو زره کسان د اسرائيل د پوځ او د ایران له ملاتړه د برخمنې ډلې حزب الله ترمنځ د ډزو د تبادلې له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د سه شنبې په ورځ ګالنټ، د امريکا د دفاع وزير لوېد اوستين، سره وليدل چې هڅه کوي د دواړو اړخونو ترمنځ يو دیپلوماتیک تړون رامنځته کړي. 

آلمان خپلو وګړو ته له لبنان څخه د وتلو سپارښته کړې

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت له خپلو اتباعو څخه غوښتي دي چې له اسرائيل سره پر پوله د ترنګلي وضعيت له وجې له لبنان څخه ووځي.

د بهرنيو چارو وزارت د سفر په پخپل تازه لارښود کې ويلي دي چې د ترنګلتيا پراخېدل به کيدای شي په بیروت کې د هوايي ترافيک د درېدو باعث شي.

د وزارت له خوا ویل شوي دي چې د اکتوبر د ۷مې نیټې راهېسې پر يو بل د روانو منظمو فېرونو د لا پسې پراخیدو خطر ډېر لوړ دی.

وزارت همدا راز زياته کړې: «تر هغه وروسته چې حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر ۷ نېټه پر اسرائيل باندې ستر بريد وکړ، حزب الله او نورې وسله والې ډلې هم د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له ۸مې نیټې راهېسې پر اسرائيل باندې د لبنان له خاورې څخه د هاوان، ټانک ضد وسلو او راکټونو بريدونه کوي.»

د اسرائيل بريد په سوريه کې دوه کسان وژلي

د سوريې د دولتي رسنۍ په حواله د دغه هيواد په جنوب کې د شپې له خوا د اسرائيل يوه بريد دوه کسان وژلي دي.

د «سانا» دولتي خبري آژانس رپوت ورکړی دی: «د شپې پر ۱۱بجو او ۴۰ دقيقو باندې دښمن اسرائيل د سوریې د اشغال شويو ګولان غونډيو څخه هوايي بريد کړی دی چې د سوریې په جنوب کې یې ځيني ځایونه هدف ګرځولي، دوه کسان یې وژلي او يو عسکر یې ټپي کړی دی.»

د بشري حقونو د څار لندن مېشتې سوريايي ټولنې ويلي دي چې هغه خدماتي مرکز په نخښه شوی دی چې د حزب الله په ګډون د ایران له ملاتړه د برخمنو ډلو سره د تړلي يوه بنسټ له خوا چلول کيده.

اسرائيل د حماس ترهګرۍ ډلې له خوا د اکتوبر د ۷مې نيټې تر بريدونو وروسته په سوريه کې د ایران سره پر اړيکې لرونکو هدفونو بريدونو ډېر کړي دي. د اسرائيل چارواکي په ډېر ندرت سره د دې ډول بريدونو په اړه تبصره کوي.

 ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, AP, dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب