1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حزب الله تر ګواښ وروسته د دغې ډلې پر اهدافو د اسرائيل حملې

۱۴۰۳ شهریور ۳۰, جمعه

د اسرائيل پوځ وايي هوايي ځواکونو ېې د حزب الله د توغندیو توغولو شا او خوا سل ځایونه په نخښه او تر ۱۰۰۰ ډېر توغندي ېې له منځه وړي دي. بریتانيا او امریکا د اسرائيل او لبنان د حزب الله ترمنځ د فوري اوربند غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4ktZH
د اسرائيل یوه جنګي جیت الوتکه په نامعلوم موقعیتی کې د حزب الله د اهدافو د نخښه کولو په موخه له ځمکې د پورته کېدو پر مهال
د اسرائيل پوځ وايي د حزب الله د توغندیو توغولو شا او خوا سل ځایونه په نخښه او تر ۱۰۰۰ ډېر توغندي ېې له منځه وړي ديانځور: Israel Defense Forces/REUTERS

څو ساعته وروسته له هغې چې د لبنان د حزب الله رهبر اسرائيل ته د غچ اخیستونکو حملو خبرداری ورکړ، اسرائيل اعلان وکړ چې د حزب الله توغندي ويشتونکې دستګاوې ېې په نخښه کړي دي. 

لبنان د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د حزب الله پورې د اړوندو زرونو پيجرونو او بې سیم مخابرو د چاودنو شاهد وو. په دغو چاودنو کې ۳۷ کسان وژل شوي او نژدې ۳زره نور ټپيان شوي دي.

حزب الله پر اسرائيل تور لګولی چې دغه چاودنې ېې کړي، خو اسرائيل د حزب الله غړو په ارتباطي وسایلو کې د شوو چاودنو په هکله څه نه دي ویلي.

د حزب الله رهبر، حسن روحاني، تر دغو وژونکو حملو وروسته په خپله لومړنۍ وينا کې وويل چې اسرائيل به د دغو حملو له عواقبو سره مخ شي. هغه دغه چاودنې «عام وژنه» او په احتمال سره «جګړې ته اقدام» بللي دي او ويلي يې دي چې اسرائيل به «له سخت غچ او د سختې مستحقې سزا سره چې په یو ځای کې چې انتظار ېې لري یا نه لري» مخ شي.

د نصرالله له وینا سره هم مهاله، د اسرائيل جنګي الوتکو د بېروت په آسمان کې په تېز سرعت پروازونه کول. د اسرائيل پوځ تر هغه څو ساعته وروسته خبر ورکړ چې په لبنان کې ېې اهداف په نخښه کړي دي.

اسرائيل ويلي دي چې جنګي جیت الوتکو ېې «نژدې ۱۰۰ توغندي ويشتونکي او نورې تروریستي زېربناوې چې په هغو کې ۱۰۰۰ بېرلونه هم شامل دي» او په پام کې وو چې په پرله پسې توګه وتوغول شي، له منځه وړي دي.

د لبنان د ملي خبري آژانس په حواله، اسرائيل لږ تر لږه ۵۲ ځله د دغه هېواد پر سويل حملې کړي دي.

په عېن وخت کې حزب الله چې د ایران ملاتړ لري، هم ويلي دي چې د اسرائيل پر شمال ېې نژدې ۱۷ حملې کړي دي.

د لبنان په سويل کې د اسرائيل تر حملو وروسته آسمان ته پورته شوی لوګی
د لبنان د ملي خبري آژانس په حواله، اسرائيل لږ تر لږه ۵۲ ځله د دغه هېواد پر سويل حملې کړي ديانځور: AFP/Getty Images

د حزب الله په ارتباطي وسایلو کې چاودنې او د اسرائيل هوايي حملې وروسته له هغې کيږي چې اسرائيل وايي خپل جنګي اهداف ېې د اسرائيل شمال ته انتقال کړي، چېرته چې له حزب الله سره ښکيل دی.

د اسرائيل جنګي ځواک، له نژدې يو کال راهیسې له حماس سره پر جګړه متمرکز دی، خو یو شمېر ځواکونه ېې په شمال کې له حزب الله سره هم ښکيل دي. 

نړېوالو منځګړو په کراتو هڅې کړي تر څو د اسرائيل او لبنان تر منځ د یو هراړخېز جنګ مخنيوی وکړي اود غزې تړانګې د جګړې سیمه ایزې اغیزې متوقفی کړي.

حزب الله، د حماس ډلې په ملاتړ جګړه کوي او ژمن دی چې په غزې تړانګه کې د جګړې تر پايه به جګړې ته ادامه ورکوي. حزب الله هم د حماس په څېر د امریکا متحده ایالاتو او آلمان په ګډون د یو شمېر هېوادونو له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

په ورته وخت کې د لبنان خارجه وزیر، عبدالله بوحبیب د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر ناستې دمخه په خپلو خبرو کې د چاودنو په هکله وويل چې لبنان «د اسرائيل له تروریستي سایبري یرغله چې جنګي جنایت ګڼل کيږي» شاکي دی.

د ایران سپاه پاسداران هم ويلي دي چې اسرائيل به د بيروت تر چاودنو وروسته چې په هغو کې د ایران سفير هم ټپي شوی، «د مقاومت جبهې له سخت ځواب» سره مخ شي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، آنتوني بلینکن، چې په غزې تړانګه کې د اوربند رامنځ ته کېدو او د یرغملانو د آزادولو له پاره هڅې کوي، له ټولو ښکيلو خواوې د زغم غوښتنه کړې ده. هغه ويلي دي: «موږ نه غواړو چې د هېڅ لور څخه د وضعیت د لاترینګلي کيدونکو اقداماتو شاهدان واوسو.»

له بل لوري د سپينې ماڼۍ وياندې، کرین ژان پير، ویلي چې ولسمشر جو بایدن، لاهم باور لري چې د اسرائيل او حزب الله ترمنځ یوه ديپلوماتيکي حل لارې «ترلاسه کېدونکې» ده.

Mks/nz/ nw/af/na (AFP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب