ملگري ملتونه: د غزې په بريد کي مو ۶ کارکوونکي وژل سوي
۱۴۰۳ شهریور ۲۲, پنجشنبهد ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیریش، د چهارشنبې په ماښام ایکس کي څرگنده کړه: «هغه څه چي په غزې تراډه کي پیښ سول، په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي.» هغه زیاته کړه: «د وژل سوو کسانو په ډله کي زموږ د "اونراوا" سازمان شپږ غړي شامل دي.»
"اونراوا" څرگنده کړې ده چي تر اوسه پوري فقط د یوه برید په نتیجه کي د دغه مرستندویه سازمان دومره ډېر کارکوونکي نه وه وژل سوي. "اونراوا" د ایکس پر پاڼه لیکلي: «دغه ځای د شاوخوا ۱۲ زرو بې ځایه سوو په تیره بیا ښځو او کوچنیانو کور دی.»
اسرائیل د نصیرات په نوم مهاجرو په کمپ کي د ال جوني مکتب چي د "اونراوا" سازمان له خوا ورڅخه د یوې عاجلې سرپناه په توگه کار اخیستل کیږي، تر برید لاندي راووست.
په غزې تراډه کي ملکي دفاع چي د حماس د سخت دریځي اسلامي ډلې تر کنترول لاندی ده، څرگنده کړې ده چي په دغه برید کي ۱۴ انسانان وژل سوي دي.
د اسرائیل پوځ پر «ترهگرو» باندي له یوه «هدفمندانه برید» څخه خبره کړې ده، چي په خبره یې د مکتب په یوې ودانۍ کي د حماس د قوماندې په مرکز کي پټ سوي ول. په لومړي سر کي پوځ تر هدف لاندي کسانو او د دغه برید د نتیجې په هکله کوم څه نه وه ویلي.
اسرائیل او د غزې په تراډه کي واکمنه د حماس ډله له یوولسو میاشتو راهیسي په جگړه کي دي. دغه جگړه د تیرکال د اکتوبر مياشتي پر اومه پر اسرائیل باندي د حماس د یوه ستر برید په نتیجه کي پیل سوه. د اسرائیل په حواله له هغه راهیسي د حماس جنگیالیو او نورو فلسطیني وسله والو ډلو د اسرائیل په جنوب او ډیریو نورو سیمو کي ۱۲۰۵ انسانان وژلي او ۲۵۱ نور یې له ځانه سره غزې تراډي ته يرغمل تښتولي دي.
اسرائیل له هغه راهیسي د حماس برید ته د غبرگون په توگه په غزې تراډه کي سخت پوځي عملیات ترسره کوي. د حماس په حواله د دغو عملیاتو په نتیجه کي تر اوسه پوري څه د پاسه ۴۱ زره انسانان وژل سوي دي، خو دغه شمیرې په خپلواکه توگه تائید سوي نه دي.
GP/NZ/AG