1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډاکټران: د اسرائيل بريد درنه مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۳ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

د حماس د ملکي دفاع څانګې له خوا ويل شوي دي چې په خان یونس کې د اسرائيل د هوايي بريد په نتيجه کې ۴۰ کسان وژل شوي او يو شمير نور ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4kT2X
په خان يونس کې هوايي بريد
د فرانسې خبري آژانس د ملکي دفاع چارواکي محمد المغير، له قوله ویلي دي چې په دې بريد کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان شوي دي.انځور: Hani Alshaer/Anadolu/picture alliance

د حماس تر ولکې لاندې غزې تراډي د ملکي دفاع څانګې په حواله د غزې په جنوب کې د بشري ساحې په توګه غوره شوې سيمې باندې د اسرائيل بريد ۴۰ کسان وژلي او يو شمير نور یې ټپيان کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس د ملکي دفاع چارواکي محمد المغير، له قوله ویلي دي چې په دې بريد کې ۴۰ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان شوي دي.

د شهاب خبري آژانس چې حماس ډلې سره تړاو لري او د وفا خبري آژانس چې د فلسطينيانو له فتاح ګوند سره تړاو لري هم د ۴۰ کسانو د وژل کيدو رپوټ ورکړی دی.

په دې منځ کې د اسرائيل پوځ ويلي دي چې په سيمه کې یې د حماس د قوماندې مرکز په نخښه کړی دی او پر حماس یې تور لګولی دی چې انسانان د سپر په توګه کاروي.

د اسرائيل د دفاع ځواک (آی ډي اف) پر فلسطيني وسله والو ډلو دا تور هم پورې کوي چې «په منظم ډول پر ملکيانو او بشري زيربناوې چې په هغه کې د بشري ساحې په توګه نومول شوې سيمې هم شاملې دي، تيري ته دوام ورکوي څو د اسرائيل د دولت او د اسرائيل د دفاعي ځواک پر ضد ترهګریز فعاليتونه ترسره کړي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د حماس ډلې د اسرائيل دا ادعا رد کړې ده چې ګني په دغه سيمه کې یې جنګيالي موجود ول او هغه یې «ښکاره درواغ» بللې ده.

د اسرائيل دا بريد د خان يونس په المواصي سيمه کې شوی دی چې د اسرائيل له لوري د بشري ساحې په توګه غوره شوې سيمه ده.

د غزې تړانګې د عاجلو ملکي خدماتو له خوا ویل شوي دي چې شلو خیمو اور اخيستی دی او د توغندي په لګيدو سره يوه نهه متره ژوره کنده رامنځته شوې ده.

شتاينماير مصر ته سفر کوي

د آلمان جمهور رئيس فرانک والتر شتاينماير، به نن سې شنبه د مصر پلازمينې قاهرې ته سفر وکړي چېرې چې به نوموړی له مصري چارواکو سره د منځني ختیځ د بحران په اړه بحث وکړي.

د نوموړي د دفتر په حواله هغه د «آلمان او مصر ترمنځ د ژورو، تاريخي، مخ پر وده او متنوع اړيکو» د اعتراف په لټه کې هم دی.

د شتاينماير، دفتر وويل چې مصر په سيمه کې «د بهرنۍ تګلارې او امنيت د برخې يو مرکزي لوبغاړی او د منځني ختيځ په روان کړکيچ کې يو متعهد منځګړی دی.»

مصر د امريکا متحده ایالاتو او قطر ترڅنګ د اسرائيل او حماس ډلې ترمنځ خبرو اترو کې د يوه منځګړي نقش لوبوي څو اوربند رامنځته شي او دواړه خواوې د يرغمل شويو د آزادولو له پاره يوه توافق ته ورسيږي.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters, dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب