غزه: په یوه لس میاشتني ماشوم کې د پولیو لومړنۍ پېښه
۱۴۰۳ مرداد ۲۷, شنبهروغتیايی چارواکو ويلي وروسته له هغې چې په دغه ماشوم کې د ناروغۍ علایم ولیدل شول، د اردن په پلازمینه عمان کې په شوو تیستونو کې ثابته شوه چې هغه پولیو دی.
پولیو یوه فلج کونکي او حتی وژونکې ناروغي ده، چې تر ډېره د پنځو کلونو ښکته عمر لرونکو ماشومانو کې پېښیږي. دغه ناروغي معمولا د ککړو اوبو له طریقه انتقالیږي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
د روغتیا نړېوال سازمان په سملاسي توګه په غزه کې د پولیو مثبتې پېښې په هکله څه نه دي ويلي. خو د ملګرو ملتونو د روغتیااو ماشومانو ادارو په جګړه کې د ېوې اوونۍ وقفې راوستلو غوښتنه کړې ده تر څو د اګست تر پايه په ۶۴۰زره فلسطيني ماشومانو کې د پولیو ضد واکسیناسیون پروسه عملي کړي.
د روغتیا نړېوال سازمان تمه ښودلې چې د اګست تر پايه به له ۱ اعشاریه ۶ ډوزه څخه ډېر د پولیو واکسین غزي ته ورسیږي. زیاته شوې چې د واکسیناسیون کمپاین باید په دوو پړاونو کې ترسره شي.
د ملګرو ملتونو یادو ادارو ويلي چې د پولیو ویروس، تېره میاشت د غزې د دوو سترو ښارونو په فاضلابو کې کشف شوي ول کوم چې د ملګرو ملتونو سازمان په حواله په تېرو ۲۵ کلونو کې د پولیو له شتونه پاک ول.
(AP)mks/aa/