وسلوالو په پښتونخوا کې د پولیو پر ضد کمپاین ساتونکی وژلی
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۱, سهشنبهسږ کال یوازې په خیبر پښتونخوا کې لږ تر لږه لس پولیس په داسې حال کې وژل شوي دي چې د واکیسن د کمپاین د کارکوونکو ساتنه یې کوله.
په دې وروستي مورد کې وسلوالو کسانو په باجوړ سیمه کې د واکسین پر تیم باندې ډزې کړي دي چې له کبله یې یو پولیس سملاسي وژل شوی دی. دغه معلومات د پاکستان د پولیسو یوه غړي دلاور خان، اسوشیتید پریس خبري آژانس ته ورکړي دي.
تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلي. خو په پاکستان کې د پولیو ضد کمپاینونه تل د وسلوالو له خوا تر برید لاندې نیول کیږي. وسلوال د واکسین د کمپاین پر کارکوونکو او پر هغو پولیسو باندې بریدونه کوي چې د ساتنې دنده یې پر غاړه لري. برید کوونکي دا ناسمه ادعا کوي چې ګواکی واکسین د غربیان یوه توطيه ده.
د دوشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په پنځو سیمو کې د پولیو پر ضد یو پنځه ورځنی کمپاین پیل شو. په دې ترڅ کې به تر ۲۱ زرو ډیر د واکسین تیممونه څه نا څه ۴،۵ میلیونه ماشومانو ته چې عمر یې تر پنځو کلونو کم دی د پولیو پر ضد واکیسن وکړي. د دې بهیر ساتنه تر ۳۲ زرو ډیر پولیس کوي.
پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازیني هغه دوه هیوادونه دي چې پولیو په کې هیڅ کله له منځه نه ده تللې. دغه ناروغي ډیر وخت په تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو کې رامنځ ته کیږي او ډیر وخت د ناپاکو اوبو له طریقه خپریږي.
آژانسونه/م.س