1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر پيجر وروسته د مخابرو چاودنې: تر شلو ډېر کسان وژل شوي

۱۴۰۳ شهریور ۲۹, پنجشنبه

په لبنان کې د چهار شنبې په ورځ له ځينو ځایونو څخه د مخابرو د چاودنو خبرونه ورکړل شول چې په نتيجه کې د وژل شويو شمير شلو کسانو ته لوړ شوی او په سونو نور ټپيان دي.

https://p.dw.com/p/4kovP
په لبنان کې د مخابرو چاودنې
د فرانسې خبري آژانس په حواله د چهار شنبې ورځې په دې چاودنو کې شل کسان وژل شوي او تر ۴۵۰ ډېر ټپيان دي. انځور: FADEL ITANI/AFP

د لبنان د پلازمينې بیروت په ګډون په يو شمیر ښارونو کې په پرله پسې دويمه ورځ د مخابراتي وسايلو د چاودنو پېښې رامنځته شوې. دا ځل چاودنې د پيجرونو نه، بلکې د واکي ټاکيز يا مخابرو او نورو اليکترونيکي وسايلو وې. 

د فرانسې خبري آژانس په حواله د چهار شنبې ورځې په دې چاودنو کې شل کسان وژل شوي او تر ۴۵۰ ډېر ټپيان دي.

د ای اف پي تلویزيون په انځورونو کې ليدل کیږي چې خلک تر هغه وروسته د ځان ژغورنې له پاره تېښته کوي کله چې د بيروت په جنوب کې د حزب الله د جنګيالو د جنازې په مراسمو کې چاودنه کيږي.

د لبنان د روغتيا وزارت د يوې اعلامیې په خپرولو سره وويل: «د دښمن د چاودنو  څپې چې مخابرې پکې هدف ګرځول شوي، ۲۰ کسان ووژل او تر ۴۵۰ ډېر یې ژوبل کړل.»

د اسرائيل له لوري تر اوسه هیڅ ډول غبرګون نه دی ښوول شوی. اسرائيل په لبنان کې د سه شنبې ورځې د پیجرونو تر چاودنو دمخه په غزه کې د جګړې د پراخولو او د حماس د متحد حزب الله ډلې ته یې د جګړې د پراخولو هوډ څرګند کړی وو.

د اسرائيل د دفاع وزير یاو ګالنت، د چهار شنبې په ورځ يوې پوځي هوايي اډې ته د سفر پر وخت ويلي ول: «موږ د جګړې د يوه نوي پړاو په سر کې قرار لرو.»

د مخابرو او نورو اليکترونيکي وسايلو چاودنې

د سه شنبې په ورځ هم په ټول لبنان کې د چټکو اليکترونيکي پېغامونو له پاره کاريدونکي په سونه پیجرونه چاودلي ول چې په پایله کې يې ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۲۸۰۰ ډېر ټپیان دي. د لبنان حکومت او روغتيايي کارکوونکو دا شميرې تائيد کړي دي.

د چهار شنبې ورځې د چاودنو په اړه ويل کيږي چې په بیروت کې د حزب الله د دريو غړيو او يوه ماشوم د جنازې په مراسمو کې د مخابرو په وسيله شوي دي. دغه څلور کسان د سه شنبې ورځې د پیجرونو په چاودنو کې ووژل شول.

د اسوسيتد پريس خبري آژانس خبريالانو هم دا پېښه تائید کړې ده. بل لوري ته د لبنان په جنوبي سيدون ښار کې د همدې آژانس يوه ژورناليست هم وويل چې همدا ډول يوه چاودونه د چهار شنبې په ورځ په يوه موټر او د ځيرکو تليفونونو په يوه پلورنځي کې هم شوې ده.

په همدې ترڅ کې د لبنان د دولتي خبري آژانس په حواله په بيروت او د لبنان جنوب په يو شمیر سیمو کې په کورونو کې نصب د لمریزې بريښنا سیسټمونه هم چاودلي دي. په دې پېښو کې د لږ تر لږه يوې نجلۍ د ټپي کیدو خبرونه ورکړل شوي دي.

په لبنان کې د سه شنبې د ورځې د پیجرونو د چاودونو له کبله هم خلک سخت په غوسه دي. داسې انګيرل کيږي چې په دې ډېرو پيچلو عملياتو کې به احتمالاً د اسرائيل لاس وي خو اسرائيل تر اوسه په دې اړه هیڅ ډول تبصره نه ده کړې.

په پاريس کې د ديپلوماتانو غونډه

يوې سرچيني ويلي دي چې د جمعې د ورځې له پاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په نظر کې نيول شوې غونډې ترمخه به په منځني ختیځ کې د ترنګلتياو ډېريدو په ترڅ کې نن، پنجشنبه د بريتانيا، آلمان، فرانسې او ايتاليا لوړپوړي ديپلومات سره په پاريس کې وګوري.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن، به هم په پاريس کې په دې غونډه کې ګډون وکړي. ويل شوي چې نوموړی به تر دې دمخه په قاهره کې په غزه کې د اوربند په تړاو تر بحث وروسته پاريس ته سفر وکړي.

سپينې ماڼۍ هم له «هر ډول تاوتريخوالي څخه خبرداری ورکړی دی.»

د ایران له ملاتړه د برخمنې ډلې حزب الله او اسرائيل ترمنځ د حماس له لوري پر اسرائيل باندې د اکتوبر د ۷مې نیټې تر بريدونو او په غزه کې له جګړې راهېسې پر پوله متقابلې ډزې هم شوي دي.

د پيجرونو په اړه د هنګري وضاحت

په لبنان کې د سه شنبې ورځې د پيجرونو د چاودنو په تړاو د هنګري حکومت يوه اعلاميه خپره کړې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي دي چې په لبنان کې چاودلي پیجرونه په هنګري کې نه وو جوړ شوي. تر دې دمخه د تايوان يوه شرکت ګولډ اپالو د چهارشنبې په ورځ ويلي ول چې د حزب الله پر وړاندې کارول شوي پیجرونه په بوداپيست کې يوه شرکت جوړ کړي ول.

خو د هنګري د حکومت دريځ دا دی چې دغه اداره يوازې يو تجارتي شرکت دی او د محصولاتو جوړولو کومه څانګه نه لري.

ب. ص/ ن. ز (AP, afp, Reuters