د لبنان حزب الله ډلې د خپل رهبر وژنه تائيد کړه
۱۴۰۳ مهر ۷, شنبهلبنانۍ وسله والې ډلې حزب الله د شنبې په ورځ د اسرائيل په یوه هوايي حمله کې د خپل اوږدې مودې رهبر، حسن نصرالله، وژنه تائيد کړه. نصرالله د بيروت په یوه کلي کې وژل شوی دی.
۶۴ کلن حسن نصرالله یو روحاني وو چې له څه باندې ۳۰ کلونه راهیسي ېې د حزب الله ډلې رهبري پر غاړه درلوده. هغه د خپلې رهبرۍ په موده کې وشو کړی دغه وسله واله لبنانۍ ډله ځواکمنه کړي.
د حسن نصرالله تر قیادت لاندې حزب الله شیعه سازمان وتوانيد چې په لبنان کې د یو ځواکمن سیاسي نفوذ څخه برخمن او دغه راز حزب الله په سیمه کې د یوې ځواکمنې پوځي ډلې په توګه وارزول کيږي.
د حسن نصرالله وژنه تر دې مهال پر حزب الله د اسرائيل له لوري تر ټولو ستره ضربه ته چې وارد کيږي.
د اسرائيل دفاعي ځواکونو تر دې مخکې د شنبې په ورځ وويل چې حسن نصرالله ېې د بېروت په يوه کليوالي سیمه کې د یوې هدفي حملې په ترڅ کې له منځه وړی دی.
وروسته له هغې چې حزب الله د خپل رهبر وژنه تائيد کړه، د ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ وويل چې اسرائيل په لبنان کې د «نسل وژنې» مرتکب ګرځي.
اردوغان پر اکس شبکه ليکلي: «لبنان او د لبنان خلک د نسل وژنۍ، اشغال او تهاجم سیاست وروستی هدف دی، کوم چې د اکتوبر له ۷مې د اسرائيل له خوا ترسره کيږي.»
د یو بل خبر له مخې، په بېروت کې د اسرائيل په دغه حمله کې د ایران د سپاه پاسداران د نيمه پوځي ځواکونو یو جنرال هم وژل شوی دی.
اسوشتيد پریس خبري آژانس ليکي چې د جنرال عباس نيل فروشان وژنه، په غزې تړانګه کې د اسرائيل-حماس د یوې کلنې جګړې په جریان کې د ایران له پاره تر ټولو وروستۍ ضايعه ده.
د ایران تايمز په نوم ایرانۍ رسنۍ رپوټ ورکړی چې ۵۸ کلن جنرال نیل فروشان هم په لبنان کې د اسرائيل په هغه حمله کې وژل شوی چې د نصرالله په کې وژل شوی دی. د ایران د قضائيه قوې مرستیال، احمد رضاپور خاقان هم د نیلفروشان وژنه تائيد کړې ده.
خاقان دا هم ويلي دي چې ایران د نړیوالو قوانینو پر اساس، د غچ اخیستلو حق لري.
د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا نیلفروشان د «لبنان د خلکو د ميمله» په توګه ښودل دی.
(AFP,AP,dpa) mks/aa