1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزملبنان

د لبنان حزب الله د ابراهیم عقیل وژل کیدل تائید کړ

۱۴۰۳ شهریور ۳۱, شنبه

حزب الله د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ابراهیم عقیل وژل کیدل تائید کړ. عقیل چې د لبنان د حزب الله ترهګرې ډلې یو لوړپوړی قوماندان او عملیاتي مشر و د جمعې په ورځ د اسرائیلي ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شو.

https://p.dw.com/p/4kvQK
د لبنان د حزب الله لوړپوړی پوځي قوماندان ابراهیم عقیل
مخکې تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حزب الله د دغه لوړپوړي قوماندان په هکله د داسې معلوماتو ورکوونکي کس ته چې د ده د نیول کیدو سبب شي، ۷ میلیونه ډالره انعام ټاکلی و.انځور: Hezbollah Military Media via AP/dpa/picture alliance

د فرانسې خبري آژآنس د رپوټ پر بنسټ، د لبنان د حزب الله ډلې د ابراهیم عقیل وژل کیدل تائید کړي دي. 

ابراهیم عقیل د حزب الله ترهګرې ډلې د عملیاتو مشر، د رضوان په نوم واحد «ریښتینی» ، او د «فتح الجلیل طرح» قوماندان و، چې د جمعې (د سپټمبر میاشتې ۲۰ نیټه) په ورځ د دغې ډلې له یو شمیر نورو قوماندانانو سره د لبنان پر پلازمېنې بیروت د اسرائیلد هوایي ځواکونو په برید کې ووژل شو. 

د اسرائیلي پوځ تر هوایي حملې وروسته، د دغه هیواد د پوځ ویاند دانیل هاګاري د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د حزب الله د دغه لوړ پوړي پوځي قوماندان د وژل کیدو تائید ترڅنګ وویل: «مونږ هغه کسان چې هره ورځ د توغندیو د توغولو مسئول ول، په نښه کړل.»

د هاګاري په وینا ابراهیم عقیل د رضوان ځواکونو له نږدې لس تنه لوړپوړو قوماندانانو سره یو ځای ووژل شو.
ابراهیم عقیل چې په «تحسین» مشهور و، د «جهاد شورا» په نوم د حزب الله یو له تر ټولو لوړ پوځي بنسټ غړی و.

مخکې تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دحزب الله د دغه لوړپوړي قوماندان په هکله د داسې معلوماتو ورکوونکي کس ته چې د ده د نیول کیدو سبب شي، ۷ میلیونه ډالره انعام ټاکلی و.

د نړیوالې ټولنې له خوا له زغم څخه د کار اخیستې غوښتنو سربیره د اسرائیلي ځواکونو او حزب الله ترهګرې ډلې ترمنځ متقابل بریدونه دوام لري. دې موضوع په سیمه کې د جګړې لمن پراخیدو په اړه نړیواله ټولنه په جدي توګه انديښمنه کړې ده. 
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا