You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
بشري حقونه
په دې پاڼه کې د بشري حقونو په تړاو مضامين خپريږي.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
طالبان دې نجونو لپاره د روزنیزو ادارو د پرانېستې نیټه وټاکي
افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیزاد وايي طالبان باید افغان ښځو او نجونو په اړه پر خپله تګلاره غور وکړي.
المان: افغانستان ته اوسمهال د مجرمانو اخراج ممکن نه دی
د المان د کورنیو چارو وزارت افغانستان ته په نږدې وخت کې د مجرمانو او افرطي اسلامپالو اخراج نا ممکن بولي.
«د مرستو کمښت افغانان له قحطۍ سره مخ کولی شي»
د خوړو نريوال پروګرام ويلي دي چې د مالي مرستو کمښت کيدای شي سږ کال د افغانستان په ځينو سيمو کې د قحطۍ باعث شي.
په افغانستان کې د جنګي جرم په تور آستراليايي عسکر نيول شوی
په آستراليا کې چارواکو ويلي دي چې يو پخوانی عسکر یې په افغانستان کې د يوه ملکي کس د وژلو په تور نيولی دی.
شاوخوا ۳ میلیونه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې شوي
د ماشومانو د ژغورنې نړېوالې ادارې یو ځل بیا په طالبانو غږ کړی چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
ملګرو ملتونو افغانستان کې د یوناما ماموریت یو کال نور وغځاوه
د م.م. امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ په متفقه توګه په افغانستان کې خپل مرستندویه پروګرام (یوناما) د یو کال له پاره وغځاوه.
«عربي اماراتو تر دوو زرو ډېر افغانان توقيف کړي»
د څار ټولنې د عربي اماراتو پر چارواکو تور لګولی دی چې تر ۱۵ مياشتو ډېرې مودې راهېسې یې تر دوو زرو ډېر افغانان توقيف کړي.
ايمنستي: د پوليسو له خوا پر مظاهره کوونکو تشدد ډېر شوی
ايمنستي انترنيشنل وايي چې په ټوله نړۍ کې د پوليسو له خوا د ربړي مرميو کارول د ټپي کيدو او حتی مړينې باعث کیږي.
په هرات کي د سوداګرو ښځو شمیر زیات شوې
د هرات د ښځو د سوداګرۍ خونې مسؤولینې وايي واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په دې ولایت کي د سوداګرو ښځو شمیر ډیر شوې.
د طالبانو د تحصيلاتو وزير: تخريب کوونکي «واجب القتل» دي
د طالبانو ادارې د لوړو زده کړو وزیر هغه کسان »واجب القتل« بللي چې پر دغي ډلي انتقادونه کوي.
آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟
د پخلاینې په خپرونه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر وضعیت او پر طالبانو باندې د نړیوالو فشارونو په هکله بحث شوی دی.
له طالبانو بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه شوې
تر ۲۰ ډېرو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو غوښتي، هغه پرېکړې دې لغوه کړي چې د ښځو اساسي حقونه او ازادۍ محدودوي
م.م: افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو خطرناک هيواد دی
د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یونما) د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو له پاره تر ټولو ګواښوونکی هيواد بللی.
«طلاق شوې افغانې ښځې پخوانو مړونو ته ور ستنېدو ته مجبوريږي»
ويل کيږي چې طالبانو يو شمير هغه ښځې چې له خپلو مړو څخه یې طلاق اخيستی وو، مجبورې کړي چې بيرته هغوی ته ستنې شي.
«د طالبانو د بشري حقونو سرغړوني بايد تعقيب شي»
ايمنستي انترنيشنل ويلي دي چې نړيواله ټولنه دي په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي.
ایټالیا: ډوبه شوې کښتۍ کې تر ۳۰ ډېر افغانان مړه شوي
ایټالیا کې افغان سفارت وايي، له موندل شویو جسدونو ۳۲ یې له پېښې د پاتې ژوندیو افغانانو په مرسته پیژندلي، چې افغانان دي.
ایران کابو ۱۰۰ کسان اعدام کړي دي
د بشري حقونو د فعالانو په حواله په ايران کې په تېرو دوو مياشتو کې ۹۴ کسان اعدام شوي دي. .
طالبان د نجونو له شتون پرته تحصلي بهیر پیلوي
طالبانو د نجونو له شتون پرته د پوهنتونونو د تحصلي بهیر پیلولو خبر ورکړ
«د نړيوالو مرستو بندیز، د افغانستان کړکېچ نور ژوروي»
د کړکېچ نړيواله ډله مرسته کوونکو هیوادونو ته لارښوونه کوي چي له افغانانو سره خپلو بشري مرستي رواني وساتي.
د آلمان ښارونو د مهاجرو له پاره د لا زياتو پيسو غوښتنه کړې
د آلمان حکومت د لا ډیرو مهاجرو د منلو له پاره د ایالتي حکومت له لوري د لا ډیرو پیسو غوښتلو ته منفي ځواب ورکړی.
طالبانو بیا یوولس کسانو ته علني سزا ورکړې
د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې نن جمعه یې د دوو ښځو په ګډون پر یوولس کسانو بدخشان کې د تعزیري سزا حکم تطبیق کړی دی.
د کابل هوايي ډګر ته بيا ولي خلکو ورمات شوي ول؟
تېره شپه زرونو کسان د کابل هوايي ډګر ته ورغلي ول چې ګویا ترکیې ته به له زلزله ځپلو سره د مرستو له پاره ولېږدول شي.
سعودي ديپلوماتانو کابل پرېښی؛ په پاکستان کې ځای پر ځای شوي
دريو سرچینو ویلي دي چې سعودي دیپلوماتان د امنيتي دلايلو پر اساس له کابله څخه وتلي او په پاکستان کې ځای پر ځای شوي دي.
هند: د کم سنه نجونو د ودولو په تړاو په سونو نارينه نيول شوي
په هند کې پوليسو د هغو کسانو په نيولو لاس پورې کړی چې د کم سنه نجونو په ودولو کې یې لاس درلود.
توماس ویسټ پاکستان، آلمان او سویس ته سفر کوي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاکستان، آلمان او سویس ته سفر کوي
د ایران په اعتراضونو کې له ۵۰۰ ډير کسان وژل شوي دی
په ایران کې د ناکراریو له پیل راهیسې لږ تر لږه ۵۲۷ کسان د دغه هيواد په مختلفو برخو کې وژل شوي دي.
«ناروې دې نړۍ ته د طالبانو په نيږدې کولو کې مرسته وکړي»
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د ناروې له سفير څخه غوښتي چې د نړۍ او طالبانو په نزدې کولو کې مرسته وکړي.
اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو د ورکړې پر سر بحث پېل شوی
امريکا متحده ایالات، فرانسه او پولند اوکراين ته د جنګي جټ الوتکو د لېږد خبره نه ردوي.
م.م. اسلامي هيوادونو ته: طالبان له ۱۳ پيړۍ ۲۱ ته راولئ
د ملګرو ملتونو مرستيالې امینه محمد پر اسلامي هېوادونو ټینګار کړی دی چې له افغان ښځو سره مرسته وکړي.
د م.م. يوه بل پلاوي له طالبانو سره خپلي اندېښنې شريکي کړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي په کابل کې له طالبانو سره خپلي اندېښنې شريکي کړي.
بېربوک: طالبان له افغانستان سره د مرستو مخه نيسي
د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې په افغانستان کې د بشري وضعيت د خرابیدو پړه پر طالبانو اچولې ده.
«په افغانستان کې خپلسري نیوني زياتي شوي»
د بشري حقونو د يوه سازمان په حواله په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې په سونه کسان په خپل سري توګه نيول شو
افغانستان: له طالبانو سره سخت ديالوګ
له طالبانو سره بشري تماسونه کيدای شي پر دغه ډلې د معتدل نفوذ په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.
په پاکستان کې د ترانس جندر خلکو سياسي ونډه وټاکل شوه
د لومړۍ صوبې په توګه د پاکستان سند آيالت په ځايي ادارو کې د ترانس جندر يا نرښځيانو د اشتراک برخه تعيين کړې ده.
د آلمان پارلمان پر یزيديانو جنايتونه «نسل وژنه» وبلل
د آلمان پارلمان په عراق کې په اصطلاح د «اسلامي دولت» له خوا د یزيديانو وژنه د «نسل وژنې» په توګه په رسميت پيژندلې ده.
م.م. له طالبانو سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې کړي
د ملګرو ملتونو مرستيالې مشرې په کابل کې له طالب چارواکو سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې اترې کړي دي.
د شمالي کوريا حکومت د څېرې بربنډولو له پاره د امريکا پانګونه
د راډيو او «انترنت د آزادۍ ابراز» په کارولو سره واشنګټن غواړي د شمالي کوريا وګړو ته د ولسمشر اون حکومت حقیقت ور وپيژني.
د م. م. پلاوی د ښځو د حقونو په اړه خبرو په موخه کابل ته تللی
د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي د خبرو اترو په موخه کابل ته رسيدلي دي.
پيښور: مشهور وکيل عبدالطيف آفريدی وژل شوی دی
د پاکستان د پوليسو په حواله مشهور وکيل او د بشري حقونو تکړه فعال په پېښور کې وژل شوی دی.
اکسفام: شرکتونه او ډېر شمتن کسان د بحرانونو ګټونکي دي
د يوې څېړنې په حواله له ۲۵ کلونو راهېسې په لومړي ځل ډېر شتمنتوب او بې وزلي په عين وخت کې د ودې په حال کې دي.
ملګري ملتونه: ۳۰ ميلیونه ماشومان له سختي لوږې سره مخ دي
ملګرو ملتونو پر نړيواله ټولنه غږ کړی دی چې په سختو اغېزمنو هيوادونو کې د خوړو د بحران سره مبارزه وکړي.
ولي په واڼه کې د ترهګرۍ پر ضد پرلت غوښتني نه اوريدل کيږي؟
په مرکز واڼه ښار کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د ترهګرۍ پر ضد له اوو ورځو راهېسې پرلت روان دی.
ملالۍ وردګ: د افغان ښځو ژوند تور تم سوی دی
دا وايي، د طالبانو په راتګ سره په سلهاوو قاضیان، مدافع وکیلان او نور روڼ اندي له هیواده وتلو ته اړل سول
داعش په کابل کې د بريد پړه منلې ده
د داعش تندلارې ډلې په کابل کې د چهارشنبې ورځې د ځانمرګي بريد د ترسره کولو ادعا کړې ده.
کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه چاودنې مرګ ژوبله اړولې
طالب چارواکي او عیني شاهدان وایي د کابل د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه چاودنه شوې ده.
د قتل عام د عاملانو د محاکمې غوښتنه وسوه
د یکاولنګ د قتل عام پاته سوي کسان د پيښي عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې
د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي
د ملګرو ملتونو سازمان د بشر حقونو مشر، ولکر تورک، وايي چې ښځې په افغانستان او ایران کې تر «سیستماتيک» بريد لاندې دي.
رواداري سازمان په څلورو ولایتونو کې ۵۳۳ هدفي وژنې ثبت کړي
رواداري بنسټ وايي چې وژل شوي کسان ملکیان، د پخواني حکومت پوځیان، سلفیان او د «ملي مقاومت جبهي» غړي ښودل شوي دي.
د طالبانو محکمه د لسو رسنیو د فعالیت په اړه پرېکړه کوي
نړيوال بشري حقونه د رسنیو په حالت سخت اندېښمن دي.
د ښخو محوه کول امکان نه لري
د نجونو د تحصيل په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړي ته د سختو غبرګونو په درشل کې ليکواله او د ښځو فعاله شفيقه خپلواک وايي چې له ټولني د ښځي حذفول هيڅ امکان نه لري »تر څو چي دا دنيا وي زموږ شتون به وي«. مرکه يې دلته لیدلی سئ
مخکينۍ پاڼه
د 15 پاڼو څخه 5
بله پاڼه