د م. م. پلاوی د ښځو د حقونو په اړه خبرو په موخه کابل ته تللی
۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبهد ملګرو ملتونو وياند فرحان حق وويل چې دا پلاوی د دوشنبې په ورځ کابل ته رسيدلی چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستياله امينه محمد او د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې اجرايوي مشره سيما بحوث هم پکې شامله ده.
نوموړي وياند وويل چې د ملګرو ملتونو د سياسي چارو د ادارې يو لوړپوړی چارواکی خالد خياري هم له دې پلاوي سره مل دی خو د امنيتي دلایلو پر اساس یې په دې اړه نور جزیات ور نه کړل چې دغه پلاوی به کله او د چا سره وګوري.
د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي
تيره اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش د «ښځو او نجونو پر حقونو سیستماتيک بې ساري تیری» وغانده او ویې ويل دا «جنسيتي اپارتاېد يا جنسيتي توپير رامنځته» کوي.
کابل ته تر رسېدو مخکې د ملګرو ملتونو دغه پلاوي د سيمې په يو شمير نورو هيوادونو کې هم ملاقاتونه درولودل څو د افغان ښځو او نجونو پر حقونو او د هغه پر پايداره پرمختګ بحث ولري.
وياند وويل چې د ملګرو ملتونو له چارواکو غوښتنه وشوه چې له طالبانو سره په ملاقاتو کې دې د موضوع پر جديت او دا چې دا څومره عاجله موضوع ده، ټینګار وکړي او دا چې «د ښځو او نجونو د کار او زده کړو ته د لاس رسي د حق په اړه روښانه اجماع موجوده ده.»
په افغانستان کې ښځې سپورتي کلبونو ته له تلو څخه منع سوي
کابل ته د ملګرو ملتونو د استازو سفر په داسې حال کې ترسره کيږي چې څو ورځې تر مخه په کابل کې د افغانستان د ولسي جرګې يوه پخوانۍ غړې په خپل کور کې ووژل شوه، هغه څه چې د وياند په حواله یې د دغه سازمان عمومي منشي «شوک» کړی دی.
په دسمبر مياشت کې طالبانو په غير دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې له دې کبله ډېرو سازمانونو خپل فعاليتونه وځنډول.
خو اوس درو سازمانونو د طالبانو له خوا د دې ضمانتونو د ترلاسه کولو وروسته قسماً خپل کار بيرته پېل کړی دی چې ښځې د روغتيا په برخه کې کار کولی شي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)
زموږ له آرشيف څخه: