ايمنستي: د پوليسو له خوا پر مظاهره کوونکو تشدد ډېر شوی
۱۴۰۱ اسفند ۲۳, سهشنبهايمنستي انترنيشنل يا د بخښنې نړيوال سازمان د سه شنبې په ورځ ويلي دي چې په ټوله نړۍ کې د پوليسو له خوا د سوله ایزو مظاهره کوونکو پر وړاندې مخ پر زياتيدونکي توګه د ربړي مرميو او نورو توکو کارول د ډېرو د ټپي کیدو او ځيني وخت حتی د مړينې باعث کیږي.
يادې ډلې په ټوله نړۍ کې د دې ډول ابرازو چې د «لږو خطرناکو» وسلو په توګه پيژندل کیږي، د تجارت او استعمال د مقرراتو د سختولو غوښتنه وکړه.
په رپوټ کې څه ويل شوي؟
د بخښنې نړيوال سازمان ويلي چې په تېرو پنځو کلونو کې یې تر۳۰ ډېرو هيوادونو کې څېړنې کړي دي. په دې سروې کې د ربړي مرميو، د غټو ربړي مرميو او د اوښکې بهوونکي ګاز لاسي بمونه نیغ په نيغه پر مظاهره کوونکو د کاريدو خبره شوې ده. ويل شوي چې دا ډول ابراز د جنوبي او مرکزي امريکا په هيوادونو، اروپا، منځني ختیځ، افريقا او امريکا متحده ایالاتو کې د مظاهره کوونکو پر وړاندې کار شوي دي.
اړونده موضوع: هند: پوليسو په لسونو مظاهره کوونکي نيولي
د بشري حقونو دې سازمان په خپل رپوټ کې چې «زما سترګه چاودلې» تر نامه لاندې یې چمتو کړی او د «اوميګا څېړنیز فاونډيشن» له خوا نشر شوی دی، ويلي دي: «په زرونو مظاهره کوونکي او د مظاهرو څارونکي معلول شوي او په لسونو د پوليسو له خوا د دې لږ وژونکې وسلې په کارولو سره وژل شوي دي.»
د بخښنې نړيوال سازمان له خوا زياته شوې: «د سترګو د ټپي کیدو پېښې ډېرې زياتې دي چې په دې کې د سترګې د ګاټي او د شبکیې يا سترګې د پردې زيانمنېدل او يا په بشپړه توګه د نظر له لاسه ورکول شامل دي.»
اړونده موضوع: د کابل په مظاهره اخ و ډب مرگ ژوبله لري
په رپوټ کې زياته شوې ده چې د ربړي مرميو په واسطه د سوله ایزو مظاهره کوونکو ځپل په امريکا کې د عام کیدو په حال کې دي. په مينياپولس کې په ۲۰۲۰م کال کې پر مخ پر ويشتل شوي يوه مظاهره کوونکي دې سازمان ته ويلي: «ربړي مرمۍ زما سترګه را وچوله او پزې مې هم انفجار وکړ او زما پزه له خپله ځایه وخوځيده او د بلې سترګې لاندې خوا ته ولاړه.»
ايمنستي همدا راز د اوښکې بهونکي ګاز مرميو پېښې هم ثبت کړي چې په چلي، کولمبيا، ايکوادور، فرانسه، ايران، عراق، تونس او د نورو ترڅنګ په وينزويلا کې نیغ په نیغه په خلکو فایر شوي دي.
اړونده موضوع: استانبول: پر ښځينه مظاهره کوونکو اوښکې بهوونکی گاز پاشل سوی
په چلي کې د ۲۰۱۹م کال په مظاهرو کې د پوليسو د غبرګون له کبله د سترګو د لاسه ورکولو تر ۳۰ ډېرې قضیې ثبت شوي دي.
په مختلفو هيوادونو کې ځينو مظاهره کوونکو د هډوکو او سر د ماتيدو، مغزو د زيانمنېدو، د بدن د داخلي غړو د زيانمنېدو، د پښتيو ماتيدو له کبله زړه او سږو ته د زيان رسيدو او حتی د مړینې رپوټونه ورکړي دي.
په عراق کې امنيتي ځواکونو په ۲۰۱۹م کال کې پر مظاهره کوونکو ځانګړي لاسي بمونه چې د عادي اوښکې بهوونکي ګازو مهماتو څخه لس چنده قوي دي استعمال کړي دي چې د يو شمیر کسانو د مړينې باعث شوي دي.
ايمنستي انترنيشنل او د اوميګا څېړنیز فاونډيشن په هغو ديرشو سازمانانو کې شامل دي چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ یې د شکنجې څخه د پاک تجارت د تړون غوښتنه کړې ده، څو د دغه ډول ابزارو پر جوړولو او تجارت بندیز ولګول شي.
ب. ص/ ن. ز (dpa, AFP)