استانبول: پر ښځينه مظاهره کوونکو اوښکې بهوونکی گاز پاشل شوی
۱۳۹۸ آذر ۵, سهشنبهد دغو مظاهرو یو شمیر گډون کوونکو سره چې د استقلال له مرکزی جادې څخه تیریدلې، داسي لوحې ورسره وې چې ورباندی د هغو ښځو نومونه لیکل سوي ول چې په ترکیی کې وژل سوي دي. ښوونکې عایشه بایکل وويل چې هغوی د »ښځو د دښمنانو« پر وړاندې او»د ښځو د وژنو د بندیدو« له پاره سړکونو ته راوتلي.
۲۵ کلنه اوزگه چیکچن شکایت کوي چې په ترکيه کې د ښځو د وژلو سطحه خپل اوج ته رسیدلې ده. خو د دغې موضوع په هکله په عام محضر کی ټول پټه خوله پاته دي.
قاتلین زیاتره وخت د هغوی میړونه وي
په ترکیه کې د ښځو پر وړاندې زورزیاتی د هیواد په کچه یوه ستونزه ده. د »موږ به د ښځو قتلونه ودروو« په نامه پلیت فورم په حواله، تیرکال ۴۴۰ ښځې د نارینه وو له خوا وژل سوي دي. د دغو شمیرو په څه د پاسه څلورمه برخه کې د هغوی مېړونه مجرم پیژندل سوي. د ښځو له حقونو څخه د ملاتړی ډلې، د ترکیې پر قضایي سیستم سخت تورونه لگوي. دوی ادعا کوي چې هغه مجرمین چې د ښځو پر وړاندی له تشدد څخه کار اخلي، په ډیره کمه یا نرمه جزا باندې محکومیږي.
په اگست میاشت کې د ایمینه بولوت وژنې سختی پارونی رامنځته کړې. د هغې پخواني خاوند نوموړې ښځه د هغې د لس کلنې لور په مخکې د مرکزي اناطولیې کیریکاله په یوه رستورانت کې په چړې سره ووژله. مجرم په دې ترڅ کې د عمري بند په سزا محکوم سوی.
G.P/B.S/dpa