ایټالیا: ډوبه شوې کښتۍ کې تر ۳۰ ډېر افغانان مړه شوي
۱۴۰۱ اسفند ۱۳, شنبهپه روم کې د افغانستان سفارت یوه اعلامیه کې راغلي، چې په کښتۍ کې ټول ۱۸۰ کسان سپاره ولچې له دې ډلې د ۶۷ کسانو جسدونه موندل شوي.
اعلامیه چې په روم کې د افغان سفارت په رسمي فیسبوک پاڼه او ټویټر خپره شوې لیکي:«۳۲ جسدونه د قربانیانو د کورنیو د ژوندي پاتې غړو چې افغانان دي، پیژندل شوي.»
د اعلامیې په وینا، د قربانیانو د کورنۍ نږدې ټولو ژوندي پاتې غړو ایټالوي چارواکو ته اجازه ورکړې چې مړي دې د ایټالیا د کروتون په هدیره او دې ښار ته نږدې نورو هدیرو کې ښخ شي.
اړوند مطالب:ايټالیا: د مهاجرو کښتۍ په ډوبیدو کې د افغانانو په ګډون له ۳۰ ډیر کسان مړه دي
افغان سفارت وايي، ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د ایټالیا کورنیو چارو وزارت، سره صلیب نړېواله کمیټه، ایټالیا کې میشت افغان سوداګر، ټولنې او د هوايي شرکتونو چارواکي د هغو افغانانو د مړو لېږدونې په موخه رسمي غونډه وکړي چې کورنۍ یې د لېږد مالي توان نه لري.
شاوخوا پنځه ورځې وړاندې د فبرورۍ په ۲۷مه نیټه یوه کښتۍ له ترکیې ایټالیا ته پر لاره وه چې د دغه هېواد سویلي سمندرګي کروتون ښار کې په اوبو کې ډوبه شوه.