م.م. له طالبانو سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې کړي
۱۴۰۱ دی ۲۹, پنجشنبهد ملګرو ملتونو وياند فرحان حق په نيويارک کې وويل چې امينه محمد پر دې سربيره «د وضعيت ارزولو، له ښځو سره د يووالي ښوولو او د ښځو او نجونو د حقونو د ودې او ساتنې پر لارو چارو د بحث» په موخه په کابل کې د ملګرو ملتونو له کارکوونکو، مرستندويه ټولنو له غړيو او افغان ښځو سره هم خبرې کړي دي.
هغه وويل چې په دې خبرو کې امينه محمد «د بشري حقونو د رعايت پر اړتيا ټینګار وکړ په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو په برخه کې». زياته شوې چې هغې د مرستندويه ټولنو د ښځو کارکوونکو د کار په برخه کې د استثنا له کبله خوښي څرګنده کړې ده.
د م.م. د بشري حقونو مشر: ښځې تر «سیستماتیک برید» لاندې دي
طالبانو په دې وروستيو کې په مرستندويه ټولنو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی وو خو بيا وويل شول چې ښځې کولی شي د روغتيا په برخه کې بيرته خپل فعاليتونه پېل کړي.
امينه محمد کابل ته تر سفر دمخه په ترکيه، قطر او پاکستان کې له چارواکو سره هم د افغان ښځو د وضعيت په اړه خبرې اترې وکړې چې فرحان حق په دې ډول خلاصه کړي: «د ښځو او نجونو د کار او زده کړو د لاس رسي پر حق ښکاره اجماع موجوده وه.»
م.م: نړۍ باید افغان ښځې او ماشومان «هېر نه کړي»
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو وياند د هغو چارواکو نومونه په ډاګه نه کړل چې د دغه سازمان مرستيالې مشرې ورسره ليدلي دي، خو په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چې نوموړې د بهرنیو چارو له وزير امير خام متقي سره ملاقات درلود.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې د متقي له قوله راغلي دي چې په رسميت نه پيژندل کیدل، د طالبانو پر سفر بندیزونه او همدا راز پر بانکونو بندیزونه د ستونزو د رامنځته کیدو باعث ګرځي چې نړيوال بايد دغه څه ته پاملرنه وکړي.
د افغان ښځو د اقتصاد د ملاتړ له پاره د واشنګټن پلان
هغه زياته کړې چې ښځو ته د زده کړو او روغتيا په برخه کې د کار اجازه ورکړل شوې ده.
په دسمبر مياشت کې طالبانو په غير دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه چې له دې کبله ډېرو سازمانونو خپل فعاليتونه وځنډول.
خو اوس درو سازمانونو د طالبانو له خوا د دې ضمانتونو د ترلاسه کولو وروسته قسماً خپل کار بيرته پېل کړی دی چې ښځې د روغتيا په برخه کې کار کولی شي.
ب. ص/ ن. ز (Reuters)
زموږ له آرشيف څخه: