طالبان دې نجونو لپاره د روزنیزو ادارو د پرانېستې نیټه وټاکي
۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعهاعلان
افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت خپل پیغام کې ښځو او نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول ظالمانه عمل بللی.
هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «دوی باید په نږدې راتلونکي کې د ښځو او نجونو لپاره د روزنیزو ادارو د بیا پرانستلو لپاره یوه موثقه نیټه وټاکي.»
خلیلزاد زیاته کړې ښځو او نجونو ته د ثانوي او لوړو زده کړو د اجازې په نه ورکولو سره طالبان هغه حقونه چې د اسلام د اصولو سره سم دي تر پښو لاندې کوي.
تمه ده کېده چې طالبان به افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پيل سره سم د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، ددغه کال له پيله نیږدې اونۍ اوړي خو طالبان لاهم پر خپل دریځ کلک ولاړ دي.