په افغانستان کې د جنګي جرم په تور آستراليايي عسکر نيول شوی
۱۴۰۱ اسفند ۲۹, دوشنبهد آستراليا فدرالي پوليسو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د مارچ ۲۰) په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې پر دې نيول شوي ۴۱ کلن پخواني آستراليايي عسکر به په محکمه کې د جنګي جرمونو په ترڅ کې د قتل تور ولګول شي چې دا جرم د عمري بند سزا لري.
د پوليسو په اعلاميه کې زياته شوې: «تور لګول کيږي چې دغه عسکر په افغانستان کې د آستراليا د دفاعي ځواکونو د ماموريت پر وخت يو افغان وژلی وي.»
د «ای بي سي» شبکې د رپوټ په حواله دغه تور په ۲۰۱۲م کال کې د افغانستان په روزګان ولایت کې د يوه نارينه په ډزو د وژلو په تړاو لګول شوی دی.
اړونده موضوع:«آستراليايي عسکرو ۳۹ افغانان وژلي دي»
په ۲۰۲۰م کال کې يوې څلور کلنې څېړنې ښوولې وه چې د آستراليا ځانګړو ځواکونو احتمالاً په افغانستان کې د خپل ماموريت پر وخت ۳۹ بې وسلې کسان او ملکیان وژلي دي. د رپوټونو پر اساس د کوماندو ځواکونو لوړپوړو چارواکو ټيټ رتبه عسکر مجبور کړي چې په بند کې پراته بې دفاع کسان ووژني.
د څېړنو د لارښوونو په تعقيبولو سره بيا د آستراليا د پوځ ۱۹ برحاله او پخواني غړي يوه ځانګړي پلټونکي ته معرفي شول څو مشخص کړل شي چې آیا د اقامې دعوې له پاره کافي شواهد شتون لري او که نه.
اړونده موضوع: رپوټ: آستراليا د افغانانو د وژلو په تړاو عسکر له دندي ګوښه کوي
آستراليا د ناټو په مشرۍ نړيوالو ځواکونو برخه وه او د افغان ځواکونو په رزونه او کابو دوه لسیزې یې د طالبانو پر ضد جګړه کې ونډه درلودله.
تر ۳۹۰۰۰ ډېرو آستراليایي عسکرو په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده او د دې ماموريت په ترڅ کې ۴۱ آسترليايي عسکر وژل شوي دي.
ب. ص/ ن. ز (Reuters)