«آستراليايي عسکرو ۳۹ افغانان وژلي دي»
۱۳۹۹ آبان ۲۹, پنجشنبهد آستراليا د دفاعي ځواکونو مشر انگوس کمپل په افغانستان کي د دغه هيواد د ځواکونو د ماموريت پر مهال د خپلو سرتيرو د چلند په اړه راپور کي ويلي دي چي د يوې ځانګړي قطعې سرتيرو ۳۹ بنديان او يا هم ملکي کسان په «ناحقه» په افغانستان کي وژلي دي. په دې ډول د يوه جنګي کلتور شرمناک بيلانس رسوا سو. د دغي پلټني نتايج د نظامي رفتار او مسلکي ارزښتونو څخه سخته سرغړونه ښيي.
کمپل په کنبيرا کي وويل: «د آستراليا د امنيتي ځواکونو په استازيتوب زه له افغان اولس څخه د هر غلط عمل پخاطر د زړه له کومي بخښنه غواړم.» نوموړي د جنګي جنايت له امله د تورنو سرتيرو د جزايي تعقيب غوښتنه وکړه.
څلور کلنه پلټنه
ددغه رپوټ په خاطر د آستراليا د پوځ عمومي مفتش څلور کاله د هغو ناحقه قتلونو او جنگي جنايتونو په هکله اسناد راټول کړي چي د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ م کلونو ترمنځ پيښي سوي دي.
په دې پلټنه کي تر۴۰۰ زياتو شاهدانو دلايل اوريدل سوي او لږ تر لږه ۵۵ پيښي تر پلټنو لاندي نيولي سوي.
په افغانستان کي د ۲۶ زره آستراليايي سرتيرو ماموريت
په ۲۰۰۱م کال کي د سپتمبر تر يوولسمي پيښي وروسته، آستراليا څه د پاسه ۲۶ زره سرتيري افغانستان ته واستول تر څو د امريکايي ځواکونو تر څنګ د افراطي ډلو لکه طالبانو او القاعده پرضد وجنګيږي.
دغه هيواد په ۲۰۱۳م کال کي خپل سرتيري وايستل. له هغه وخت راهيسي د آستراليا پر ځانگړو ځواکونو د سختو تورونو لګول مخ پر زياتيدو دي.
يوه اوونۍ مخکي د آستراليا صدراعظم سکات موريسون يو ځانګړي څارنوال وګوماره، تر څو د نظامي پرسونل کسان تر قانوني تعقيب لاندي راولي.
تر دې مخکي منتقدينو پر حکومت تور لګاوه چي په افغانستان کي د آستراليايي سرتيرو د جنايتونو په هکله رپوټونو باندي سترګي پټوي. په دې اړه هم آوازې خپرې سوي چي څرنګه يو شپږ کلن افغان د يوه کور د تلاشۍ پر وخت وژل سوی دی.
ځيني وخت حتي پوليسو د NBC تلويزيون له خبريالانو څخه هم پلټني کولې، چي په ۲۰۱۷م کال کي يې د اول وار له پاره د جنګي جنايتونو په هکله رپوټ ورکړی وو.
(rtr, ap, dpa, afp) گ.پ/ن.ز