1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانګرس غړی؛ ترمپ دې د «طالبانو تمويل» ته د پای ټکي کيږدي

ګل غوټۍ پوپل | شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۳ دی ۱۸, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د کانگرس یوه استازي، ددغه هیواد له منتخب ولسمشر څخه غوښتي چې د «طالبانو مالي ملاتړ» ته د پای ټکی کښیږدي. د امریکا اوسني حکومت په تکرار سره، طالبانو ته د پیسو استول رد کړي دي.

https://p.dw.com/p/4ouJz
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، امریکا، افغانستان ته پراختیایی مرستې وځنډولې او د بهرنیو اسعارو زیرمې یې کنگل کړې.
د کانګرس يوه غړي له ترمپ څخه غوښتي چې د »طالبانو تمويل« ته د پای ټکي کيږديانځور: Imago

د امریکا متحده ایالاتو د کانگرس غړي، تیم بورچیت، منتخب ولسمشر دونالد ترمپ ته په یوه لیک کې د طالبانو لاس ته د بهرنیو مرستو د رسیدو له امله خپله اندیښنه څرگنده کړه او «ترهگرو» ته یې د مالیه ورکوونکو د پیسو د استولو د بندیدو غوښتنه کړې ده.

د کانگرس دغه استازي د خپل لیک په توضیح کې د ایکس په شبکه کې لیکلي:«زموږ دښمنانو ته په اونۍ کی د ۴۰ میلیون ډالرو [استول] د هغو کسانو پر مخ یو څپیړه ده چې د [افغانستان په جگړه] یې خدمت کړی دی.»

اړوند:د ترمپ د راتلونکي ادارې مقررۍ؛ پر افغانستان به مرستې بندې شي؟

نوموړي په دغه لیک کې زیاته کړې ده چې د کانگرس په یوې غونډه کې متوجه سو چې د جوبایدن د ادارې د بهرنیو چارو وزارت«طالبانو  ته پیسې استوي.» هغه ويلي :« په حقیقت کې کله چې ما له بهرنیو چارو وزير، انتوني بلینکن څخه دا وپوښتل، نو هغه اعتراف وکړ چې غیر دولتي سازمانونو له بهرنیو مرستو څخه نیژدې ۱۰ میلیونه ډالر طالبانو ته د مالیاتو په شکل ورکړي دي.»

دا په داسي حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت په تیرو وختونو کې، طالبانو ته د پیسو هر ډول لیږد رد کړی دی او ټینگار یې کړی چې افغانستان ته یوازي هغه بشري مرستي استوي چې د ملگرو ملتونو او غیردولتي سازمانونو له خوا پلي کیږي.

سره له دې، بوچیت تیم لیکلي دي چې تر ټولو لویه موضوع چی بلینکن ورباندي اعتراف نه دی کړی «د افغانستان مرکزي بانک ته د امریکایی ډالرو د نغدو پیسو د بستې استول دي.»

هغه لیکلي دي:«د نغدو پیسو دغه بستې لیلام کیږي او پس له هغه یې تعقیبول تقریباً ناممکن وي. په دې ډول طالبان تمویل کیږي او په ټوله نړۍ کې د ترهگرۍ د تمویل له پاره پلانونه جوړوي.»

ماسک: آیا واقعاً طالبانو ته پیسې استوو؟

دونالد ترمپ تر اوسه پوري څرگنده کړې نه ده چې د طالبانو په وړاندي څه ډول سیاست خپلوي او آیا افغانستان ته به د بشري مرستو استولو ته ادامه ورکوي او که نه.

د ټکنالوژۍ په برخه کې میلیارډ او د ترمپ نیژدې متحد، ایلان ماسک چی په پام کې ده د هغه په حکومت کې د دولتي چارو د سلاکار په توگه کار وکړي، د تیم بورچیت ددغه لیک په جواب کې لیکلي دي:«آیا موږ واقعاً د امریکایی مالیه ورکوونکو پیسې، طالبانو ته استوو؟» 

Texas Elon Musk und Donald Trump
ایلان ماسک د دونالد ترمپ نیژدې متحد او سلاکار دیانځور: Brandon Bell/Getty Images/AP/picture alliance

تیم بورچیت د ماسک دغې پوښتنې ته په ایکس کې جواب ورکړی دی:«موږ ]دا کار[ کوو. راتلونکی ترهگریز برید به سل په سلو کې د امریکايي مالیه ورکوونکو له خوا تمویل سي.»

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، امریکا متحده ایالاتو، افغانستان  ته پراختیایی مرستې وځنډولې او د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې یې کنگل کړې. سره له دې د امریکا متحده ایالاتو ، له افغانستان سره د بشري مرستو په تأمینولو کې د تر ټولو ستر مرسته کوونکي په توگه عمل کړی دی.

د ملگرو ملتو د ادارو اټکلونه ښيي چې په ۲۰۲۵ م کال کې په افغانستان کی  شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. دا په داسي حال کې ده چی د ملگرو ملتو ادارې دغو اړمنو کسانو ته د رسیدگۍ له پاره د بودیجې له کمښت سره مخامخ دي.

اړوند:م.م.: طالبان افغانستان ته د بشري مرستو رسول ستونزمنوي

که څه هم د بایدن حکومت په تکرار سره ټینگار کړی دی چې افغانستان ته دغه مرستې د بشردوستۍ په مقصد استول کیږي، خو د افغانستان د بیارغونی له پاره د متحده ایالاتو ځانگړی مفتش، جان ساپکو په ۲۰۲۳ م کال کې د امریکا د استازو د مجلس د څارنې کمیټې ته ویلی وه:«نه سو کولای دغې کمیټې او یا هم امریکایی مالیه ورکوونکو ته ډاډ وکړو چې موږ د طالبانو د تمویل په حال کې نه یو.»

نوموړي په دغه کمیټه کې زیاته کړې ده:«او زه نه سم کولای تاسو ته ډاډ درکړم چی طالبان به هغه پیسې چی موږ یې د پام وړ هدف یعني د افغانستان د بې وزلو خلک له پاره استوو، پر نورو لارو نه مصرفوي.»  

آیا په افغانستان کې بشري وضیعت مخ پر خرابیدو دی؟

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.