1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه امريکايان چې اوس هم له افغانانو سره مرسته کوي

۱۴۰۳ شهریور ۹, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسیده، خو دغه مبارزه لا هم د ځینو له پاره ادامه لري. د امریکا له فرانسیسکو څخه د باندې، جراح دوګ چین، د ویډیويي اړیکو له لارې له افغانانو سره طبي مرستې کوي.

https://p.dw.com/p/4k6mb
که څه هم له افغانستانه د تخلیې بیړنۍ وضعیت پای ته رسیدلی، خو ځیني امریکايي سرتیري او ملکیان لا هم له افغانانو سره مرسته کوي.
د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسیده، خو دغه مبارزه لا هم د ځینو له پاره ادامه لري.انځور: Embassy of Kosovo USA

که څه هم په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسیده، خو د ځینو امریکایانو له پاره دغه مبارزه لا هم ادامه لري. دوګ چېن، چې د امریکا په سان فرانسیسکو کې میشت دی، یو امریکايي جراح دی چې له افغانانو سره یې خپلو مرستو ته ادامه ورکړې ده. هغه د ویډيويي اړیکو له لارې په افغانستان کې له افغانانو سره طبي لارښوونې شریکوي. نوموړي همدا راز له ځينو افغان کورنیو سره مالي مرستې هم کړي دي، څو خپلې ورځنۍ چارې مخته یوسي. خو لا هم هغه د هغو کسانو په فکر کې دی چې هغه ورسره مرسته ونه شو کولی.

د امریکا متحده ایالاتو په کلیفورنیا کې د لانګ بیچ په نامه سیمه کې، د امریکا د پوځ پخواني غړي توماس کاسڅزا، د طبي لارښوونو یو مرکز جوړ کړی دی، ترڅو له هغو افغانانو سره امريکا ته په ورتګ کې مرسته وکړي چې په افغانستان کې یې د ماینونو په خنثی کولو کې له دوی سره مرسته کړې وه.

نوموړی همدا راز د امریکا کانګرس ته په جلساتو کې هم حاضر شوی، اعلامیې خپروي او له خلکو افغانانو ته مرستې را ټولي.

په عین حال کې دامریکا متحده ایالاتو  په ورجنیا ایالات کې د امریکا د پوځ پخوانۍ سرتیرې ماریا سمیت بیا په خپل کور کې یوه څلور کسیزه افغانه کورنۍ میشته کړې ده. هغې له دغې افغانې کورنۍ سره چې له افغانستانه امریکا ته یې پناه وړې، تر دې مخکې ملاقات نه وو کړی. امریکا ته په رسیدو دغې افغان کورنۍ سرپناه ته اړتیا درلوده او د ورځني ژوند په برخه کې یې لارښوونو او مرستو ته اړتیا لرله او یادې سرتیرې ورسره سملاسي مرسته پیل کړه.

دوګ چین، توماس کاسڅزا او ماریا سمیت، په ټوله امریکا کې ځانونو ته ورته امریکایان موندلي، داسې امریکايي اتباع چې تر دې وړاندې یې د یو او بل په هکله هیڅ ډول معلومات نه درلودل او ټول له افغانانو سره مرستې کوي.

د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پای

په افغانستان کې جګړه د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پای ته ورسیده، هغه مهال چې د امریکا د پوځ الوتکو له کابل څخه د قطر پر لوري پرواز وکړ. خو هغه څه چې پاتې دي، هغه یو شمیر ژمن امریکايان دي چې په تیت او پراګنده ډول او په ډیرو ابتدايي امکاناتو سره له هغو افغانانو سره مرسته کوي چې له امریکایانو سره یې مرستې کړې وې. د دوی له پاره، د امریکا جګړه له افغانستانه د امریکا په وتلو سره پای ته نه ده رسیدلې.

له افغانستانه د امریکا تر وتلو درې کاله وروسته، سلګونه کسانو په امریکا کې چې په دوی کې پخواني او اوسني پوځيان، ډپلوماتان، د استخباراتو افسران، د ژوند د ټولو برخو څخه عادي امریکایان او نور وګړي شامل دي، په افغانستان کې له بند پاتې افغانانو سره مرسته کوي څو له دغه هیواد څخه په خوندي ډول امریکا متحده ایالاتو ته انتقال شي.

دغو ټولو له یو شمیر افغانانو سره په دولتي کارونو، د فورمونو په ډکولو او د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د کاغذ پرانۍ په پروسه کې مرستې کړي دي. دوی ان یو شمیر کورنیو ته پیسې او خوراکي توکي لیږلي دي. دوی همدا راز وټس اپ او زیګنال کې ګروپونه جوړ کړي او په دوامداره توګه یې څارنه کوي، څو په افغانستان کې له بند پاتې افغانانو سره مرسته وکولی شي. دوی همدا راز امریکا ته له را رسیدونکو افغانانو سره د نوي ژوند د پیلولو په برخه کې مرسته کړې او د دوی هرکلی یې کړی.

 د جګړې تر ټپونو سخت روحي ټپونه

د هغو امریکایانو له پاره چې په دغه هڅو کې ښکیل دی، د هغوی هڅو د هغوی پر ژوند او د ژوند پر اړیکو باندې هم اغیز پریښی دی. زیاتره هغه امریکايي سرتیري چې په افغانستان کې یې ماموریت کړی دی، خپل پوځي خدمت تر پوښتنې لاندې راولي او په ځینو مواردو کې دغه څه د مرمۍ او د جګړې د ټپونو په پرتله لا ډیر ژور ټپ د دوی په ژوند کې پریښی دی.

ځینې یې ستړي دي او ځینې یې بیا په غوسه دي. دوی په دې غوسه دي چې د امریکا ملت ته د افغانستان ماموریت ارزښت درلود، خو په هغه شرمناک ډول چې دوی فکر کوي د دوی حکومت خپل ګڼ شمیر افغان ملګري په افغانستان کې یوازې تر شا پریښودل. دوی اوس په دې برخه کې هم له ستونزو سره مخامخ دي چې څومره نور امکانات به په اختیار کې ولري څو له ستونزو سره مخ افغانانو سره مرسته وکړي.

د طالبانو تر بیا واکمنیدو روسته زرګونه افغانانو له افغانستانه د وتلو په تکل شول او پر هوايي ډګر یې هجوم وروړ چې د ګډوډۍ سبب هم شوی وو.
په داسې حال کې چې طالبانو د حکومت واک په لاس کې واخیست، زرګونه افغانانو د کابل پر هوايي ډګر په دې هدف هجوم وروړ چې په الوتکو کې به سپاره شي او له هیواده به ووځي.انځور: Staff Sgt. Victor Mancilla/U.S. Marine Corps/REUTERS

د امریکا د پوځي حضور وروستۍ شیبې او له کابله د تخلیې ماموریت

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو ماموریت په دغه هیواد کې د القاعده شبکې په لمنځه وړلو او د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې نیټې د بریدونو د غچ اخیستلو په هدف پیل شو. خو دغه ماموریت د لسیزو په ترڅ کې لا پسې پراخ او بڼه یې هم بدله شوه. امریکا متحده ایالاتو ته د افغانستان د جګړې یو بدلیدونکی حالت په میراث پاتې شو، داسې میراث چې د امریکا متحده ایالاتو هیڅ اعلی سرقوماندان نه غوښتل هغه وبایلي او هیڅ یو یې بیا په دې هم نه پوهیده چې دغه ماموریت څرنګه بریالی کړي.

خو په ۲۰۲۱م کال کې د اګست پر ۳۱مه نېټه هغه مهال چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن، پریکړه وکړه چې له افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي، په دغه هیواد کې د امریکا متحده ایالاتو ماموریت له ګډوډیو او ناکامۍ سره مخامخ شو. د ۲۰۲۱م کال د اګست په لومړیو کې طالبانو لا دمخه د افغانستان یو شمیر کلیدي ولایتونه او ولسوالۍ سقوط کړې وې او د کابل پر لوري یې پرمختګ پیل کړی وو. په داسې حال کې چې د افغانستان ملي اردو تر ډیره پورې پاشل شوی او له منځه تللې وو، طالبان کابل ته داخل شول او د همدې اګست میاشتې پر ۱۵مه نیټه یې واک ترلاسه کړ. په همدې ترڅ کې د بایدن ادارې په ډیرې وارخطايي سره خپل د سفارت کارمندان، امریکايي وګړي او له خطر سره مخامخ افغانانو تخلیه  پیل کړه.

د بایدن د ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي په دې وروستییو کې اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په افغانستان کې د امریکا د حضور د دریو وروستیو اونیو د ګډوډیو په هکله جزئیات ورکړل چې پکې نوموړي دغه حالت له داسې کښتۍ سره پرتله کړې چې د امریکا متحده ایالاتو په حکومت کې یې هیچا نه شوی کولی هغه رهبري کړي.

په داسې حال کې چې په کابل کې طالبانو د حکومت واک په لاس کې واخیست، زرګونه افغانانو د کابل پر هوايي ډګر په دې هدف هجوم وروړ چې په الوتکو کې به سپاره شي او له هیواده به ووځي.

په دغه پوځي الوتکه کې سلګونه افغانان لیدل کیږي چې د طالبانو تر بیا ځلې واکمنیدو وروسته له افغانستانه وځي.
د طالبانو بیا ځلې واک ته تر رسیدو وروسته مختلفو هیوادونو خپل محلي همکاران له افغانستانه دریم ګړیو هیوادونو ته انتقال کړل. انځور: Chris Herbert/US Airforce/AFP

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ پخوانیو او اوسنیو یو شمیر پوځي چارواکو، د بهرنیو چارو وزارت او همدا راز د امریکا استخباراتو د هغو افغانانو له خوا د مرستي پيغامه ترلاسه کړل چې له دوی سره يې په افغانستان کي کار کړی وو. امریکایان په داسې حال کې چې د مرستې له پاره ژمن ول، په دې وخت کې د دغه وضعیت او پیغامونو او همدا راز د رسنیو له لارې د ترلاسه کیدونکو معلوماتو په کتلو سره وارخطا او ویریدلي ول.

د امریکا د پوځ هغه پخواني سرتیري چې د افغانستان په مختلفو ماموریتونو کې یې څو ځلې برخه اخیستې وه او یو شمیر هغه ملکي امریکایان چې هیڅکله افغانستان ته نه وو تللي، د اګست میاشتې په ترڅ کې یې د ساعتونو له پاره خوب نه وو کړی او تل د خپلو تلیفونونو له لارې په افغانستان کې له خپلو پخوانیو همکارانو سره په اړیکه کې ول. دوی هڅه کوله څو د امکان تر حده ډیر له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې په دې وخت کې په افغانستان کې بند دي او غواړي له دغه هیواد ووځي.

یوازې د یوه شي په اړه فکر کوم!

یو له دغو ملکیانو څخه هم جراح ډوګ چین دی، د امریکا متحده ایالاتو د کلفورنیا ایالت په اوکلنډ کې جراح، داسې کس چې له افغانستان سره یې بلدتیا درلوده خو هیڅکله هم دغه هیواد ته نه وو تللی. په افغانستان کې د طالبانو تر بیا حاکمیت یوازې څو کلونه وړاندې، دغه امریکايي جراح په هرات ولایت کې د افغان روباتیک نجونو له ډلې سره اشنا شوی وو. نوموړی د افغان روباتیک نجونو د ټیم له هڅو ډیر متاثر شوی وو چې له کبله یې هغه هم اړ شو چې د دوی په ټیم کې غړی شي او په ځینو مواردو کې یې له دوی سره په بهرنیو سفرونو کې هم برخه اخیستې وه.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې، طالبان هرات ولایت ته داخل شول او په ورته وخت کې د کابل له هوايي ډګره هم داسې صحنې خپرې شوې چې پکې افغان میندې خپل ماشومان له اغزن سیم څخه د تیرولو هڅه کوي او په ورته وخت کې له الوتکې څخه د افغانانو د رالویدو صحنې هم پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې. چین، هم د خپلو اړیکو په مرسته د افغان روباتیک ټیم له غړو سره په تماس کې شو، څو نه یوازې د دوی بلکې د دوی د کورنیو، د ټیم د کارمندانو ژوند وژغوري او په دې وتوانیدل چې تر یو لړ چیک پاینټونو په تیریدو سره یې د کابل هوايي ډګر ته انتقال کړي او په پاې کې له کابله بهر شي. دغه کار دومره له فشاره ډک وو، چې چین یې اړ کړ د دریو میاشتو له پاره خپله کار ونه کړي او پر ځای یې د افغانانو پر ژغورلو تمرکز وکړي. یو وخت، هغه په ورته وخت کې له لسګونو افغانانو سره مرسته کوله څو له افغانستانه یې بهرنیو هیوادونو ته انتقال کړي.

اوس درې کاله وروسته، کار د بدلیدو په حال کې دی. اوس دوی هڅه کوي چې دغو افغانانو ته د امریکا ویزې ترلاسه کړي څو امریکا ته سفر وکولی شي او یا هم په اروپايي هیوادونو کې د تعلیمي ویزې ترلاسه کول یې د کار برخه ګرځیدلې ده.

هغه په افغانستان کې دبشري حقونو د مدافعینو  له پاره مبارزه کوي او همدا راز په افغانستان کې له هغو افغانانو سره هم له لیرې مرسته کوي چې طبي مرستو ته اړتیا لري.

هغه همدا راز اوس هم په اونۍ کې د خوندي پیغام رسولو ایپ سیګنال له لارې افغانانو ته د طبي مرستو غوښتنې ترلاسه کوي. دغه امريکايي یا په مستقیم ډول مشوره ورکوي او یا په افغانستان کې یو ډاکټر ورسره معرفي کوي څو مرسته وکړي. ځينې خاطرې يې لا هم اوښکې تويوي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې له داسې خلکو ډک یو بس چې ټاکل شوې وه د کابل هوايي ډګر ته ولاړ شي او پکې سپاره کسان له کابله بهر انتقال شي خو په دوی کې یو مسافر د امریکايي چارواکو په ليست کې شامل نه وو، او ورته وویل چې طالبان په کابل هوايي ډګر کې هرڅه څاري او کیدی شي د همدې یوه شخص له کبله د بس ټوله سپرلۍ له دغه سفره پاتې شي. د چین په خبره، هغه اړ شو چې دغې میرمنې ته ووايي چې له بس څخه ښکته شي، خو دغه میرمن بیا وروسته له افغانستانه ووتله، داسې موضوع چې چین لا هم دردوي. هغه وايي چې یواځینی شي چې هغه یې په هکله فکر کوي، هغه څه دي چې هغه ونه شو کولی له یو شمیر افغانانو سره مرسته وکړي.

لادرکه شوې افغانه ماشومه په قطر کې له کورنۍ سره یو ځای شوه

خ.ح /ن.ز - اسوشیتید پریس