جي آی زید: د افغانستان خلکو سره مرستو ته ادامه ورکوو
۱۴۰۳ دی ۹, یکشنبهد «آلمان د نړېوالو مرستو سازمان» چې تر ډېره ېې پر اختصاري نوم «جي آی زید» شهرت لري، اعلان کړی چې د ۲۰۲۴م کال په پای کې له افغانستانه د بشپړ وتلو باوجود، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلک به یوازې نه پريږدي. دغه سازمان ويلي چې ډېری مرستې به د خلکو د لومړنیو اړتیاو تر څنګ، د خصوصي سکتور په برخه کې د ښځو او نجونو له پاره کوي.
د دغه سازمان مشر، تورستن شافر-ګومبل، د آلمان خبري آژانس ته وويل چې د «افغانستان خلکو له پاره کار کوی، خو به یو متفاوت جوړښت کې.»
هغه زیاته کړه: «د نظام بدلون په افغانستان کې کار ته ډېر بدلون ورکړی دی. موږ خپل ځان له دغه وضعیت سره برابروو.»
د آلمان حکومت د تصمیم پر اساس، «جي آی زید» به د ۲۰۲۵م کال له پیله په افغانستان کې هېڅ کارمند ونه لري او خپلې بشري پروژې به ېې د نورو غیر دولتي سازمانونو له طریقه مخته وړي. د «جي آی زید» په خبره، دغه سازمانونو له لوږو سره د نړېوالو مرستو سازمان، د ماشومانو وجهي صندوق او د نجات نړيواله کميټه دي. د کار اصلي تمرکز به هم د خلکو د ورځنیو اړتیا پر برابرولو متمرکز وي، لکه د څښاک پاکې اوبه.
دغه مرستې به تر ډېره ښځې او نجونې پوښښ لاندې نیسي. «جي آی زید» ویلي چې ښځو سره د کوچنیو تجارتونو او کسبونو د پیلولو له پاره به د مشورو او کوچنيو پورونو پروګرامونه وړاندې کړي.
له ښځو به داسې کرنیزو تخمونو او ګټورو نیالګیو ته د لاسرسرسي په برخو کې هم ملاتړ وشي کوم چې د هغوی کورنيو ته عاید ولري او اړتیاوې ېې تامین کړي. «جي آی زید» ټینګار کوي چې په حاضر وخت کې خصوصي سکتور یوازينی انتخاب دی چې ښځې په کې کولای شي عاید لرونکي کارونه او کسبونه ولري.