راپور: په افغانستان کې د GIZ څلور کارکوونکي خوشې شوي دي
۱۴۰۳ شهریور ۲۴, شنبهدغه خبر د «ویلټ ام زونټاګ» په نامه المانۍ ورځپاڼې د نړیوالو امنیتي کړیو په حواله ورکړی دی. د دغه رپوټ پر بنسټ دغه څلور تنه افغان سیمه ایز کارکوونکي چې د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې نیول شوي وو، د روان کال په پسرلي کې بیرته خوشی شوي دي.
د نوموړي ورځپاڼې په حواله د المان حکومت د دغو کسانو د خوشې کیدو په هکله «په سیمه کې د جي آی زیډ د پاتې کارکوونکو د امنیت په پام کې نیولو سره» له نظر څرګندولو ډډه وکړه.
د خراب امنیتي وضعیت له کبله دغه المانۍ موسیسه غواړي په راتلونکي کال کې له افغانستان څخه ووځي. دا چې د GIZ دغه څلور تنه کارکوونکي په کوم جرم تورن او نیول شوي وو، تر اوسه پورې معلومه نه ده.
د دغه رپوټ پر بنسټ له دغو څلور تنو لږ تر لږه درو یې دغه هیواد (افغانستان) پریښی دی. د طالبانو یوه ویاند دغې ورځپاڼې ته ویلي دي چې هغه نشي کولی «په اوس وخت کې» د دې موضوع په هکله څه ووایي.
همدارنګه د «ویلټ ام زونټاګ» ورځپاڼې هم معلومات ترلاسه کړي دي چې د دغو څلور کسانو تر خوشې کیدو وروسته، طالبانو په دې وروستیو کې د یوه بل کس چې هغه هم د GIZ له پاره کار کولو، د نیولو امر کړی دی.
د دې قضیې په هکله هم نه د المان حکومت او نه هم د نړیوالو همکاریو له پاره د المان ټولنې (GIZ) خپل نظر څرګند کړی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ا. خ. ح