1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: بشردوستانه چارو کې د طالبانو لاسوهنه ډیره شوې

۱۴۰۳ آبان ۲, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکی دفتر (اوچا) وایي چې تیره میاشت د مرسته رسوونکو بنسټونو په فعالیتونو کې د مداخلې ۱۷۳ موارد رامنځته شوي دي. د اوچا په حواله په دې کې ۹۸ سلنه یې د طالبانو لخوا وو.

https://p.dw.com/p/4m9Gj
د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته بشري مرستې کمې شوي دي
د اوچا موندنې ښيې چې ۹۸ سلنه د دغو پيښو د طالبانو له خوا صورت نیولی دی.انځور: Ali Khara/REUTERS

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکي دفتر (اوچا) په خپل تازه رپوټ کې په افغانستان کې د مرسته رسوونکو بنسټونو په فعالیتونو کې د مداخلې د زیاتیدو په اړه انديښنه ښودلې ده.

نوموړي بنسټ ویلي دي چې د روان کال په سپټمبر کې د مرسته رسوونکو بنسټونو په فعالیتونو کې د مداخلې ۱۷۳ موارد ثبت شوي دي چې بشري فعالیتونه یي مختل کړي دي.

د اوچا موندنې ښيې چې ۹۸ سلنه د دغو پيښو د طالبانو له خوا صورت نیولی دی. نوموړي دفتر ویلي دي چې د مداخلو له کبله ۸۳ پروژې او د مرسته رسونې دوه مرکزونه تړل شوي او یوه پروژه له یوه ځایه بل ته انتقال شوې ده.

دغو پيښو د افغانستان په سویلي، ختیځ او لویدیځو سیمو کې بشردوستانه مرستو ته د خلکو په لاس رسي کې ډیر اغیز درلود.

شمیرې ښيې چې دغه موارد تر دې یو میاشت مخکې په پرتله ۳۱ سلنه او د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۶۶ سلنه زیاتې شوې دي.

پر بشردوستانه فعالیتونو د مداخلې اغیزې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکي دفتر همدارنګه ویلي دي چې د ۲۰۲۴م کال په سپټمبر کې محدودیتونو او مداخلو په افغانستان کې د بشري مرستو وړاندې کولو ته جدي ننګونې رامنځته کړي دي.

د اوچا د رپوټ پر بنسټ، له دې ډلې په بشردوستانه فعالیتونو کې مداخله، د کارمندانو پر وړاندې تاوتریخوالی، بشردوستانه شتمنۍ او تاسیسات، او په هیواد کې دننه د ادارو په ځای پرځای کولو، کارکوونکو او د توکو په برخه کې محدودیتونه شامل دي.

شمیرې ښيې چې د مداخلې موارد تر دې یو میاشت مخکې په پرتله ۳۱ سلنه زیاتې شوې دي.
شمیرې ښيې چې د مداخلې موارد تر دې یو میاشت مخکې په پرتله ۳۱ سلنه زیاتې شوې دي.انځور: Sanaullah Seiam/Xinhua/picture alliance

له دې ډلې پنځه پيښې یې د طالبانو د څار په پوستو کې رامنځته شوو ستونزو پورې ارتباط نیسي.

سربیره پر دې اوچا ویلي دي چې یوه پيښه په بشردوستانه فعالیتونو کې د ښځينه کارمندانو په مشارکت کې محدودیت و چې دې محدودیت د بشري فعالیتونو پر عملي کولو او سیمې یې مستقیمې اغیزې درلودې او د مرستې رسونې پروسه یې له خنډ سره مخامخ کړې ده.

نوموړي بنسټ زیاته کړې ده چې ۸۸ سلنه د دغو پيښو چې په د روان کال په سپټمبر میاشت کې بشردوستانه فعالیتونو ته د لاسرسي مخته خنډ شوي دي، د طالبانو مداخلې له امله وو.

د اوچا په وینا په دغو مواردو کې ۷۳ داسې پيښې دي چې په مستقم ډول یې د مرستو رسولو پروګرام پر عملي کولو تاثیر کړی دی. د هغو له جملې څخه د کارمندانو په ګمارلو کې د مداخلې ۳۵ موارد، له کارمندانو څخه د حساسو معلوماتو د غوښتنې ۱۹ موارد، د تدارکاتو په بهیر کې د مداخلې ۵ موارد، ۵ موارد په بشري مرستو کې د ښځو پر مشارکت محدودیت، د حجاب په مساله کې ۳ موارد، ۲ موارد د غیر قانوني مالیاتو غوښتنه، د مرستو ضبطولو دوه موارد، یو مورد د موافقتنامې د لاسلیک د ځنډولو، یو مورد د تاسیساتو د نیولو او له مستحقو ښځو سره د مرستو او خدماتو د مخنیوي هم یو مورد ثبت شوی دی.

سربیره پر دې اوچا د ۲۰۲۴م کال په سپټمبر کې د کارمندانو په استخدام کې د مداخلې تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې ده چې په ۱۳ ولایتونو کې ۳۵ پیښې رانغاړي چې په موقت ډول د ۲۴ پروژو د بندیدو سبب شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

آیا د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ لا پسې سختیږي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل