1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوچا: د هرات ۲۵ زره زلزله ځپلې کورنۍ سرپنا نه لري

۱۴۰۳ مهر ۲۳, دوشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره یا اوچا وايي، د یو کال په تېرېدو سره لا هم د هرات ۲۵ زره زلزله ځپلې کورنۍ سرپنا نه لري.

https://p.dw.com/p/4llGg
هرات کې زلزله ځپلې سیمې
اوچا: د یو کال په تېرېدو سره لا هم هرات کې ۲۵ زره کورنۍ سرپنا نه لريانځور: /Save the Children/AP/dpa/picture alliance

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره یا اوچا وايي، د یو کال په تېرېدو سره لا هم د هرات ۲۵ زره زلزله ځپلې کورنۍ سرپنا نه لري او زرګونه کسان آن لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اوچا وايي، د تېر یوه کال په موده کې د افغانستان د بشري مرستو صندوق له ۲۷۵ زره زیانمنو سره د بېړنۍ سرپنا، خوړو، روغتیا، زده کړو او ځینې نورو برخو کې مرسته کړې، خو لا هم زرګونه کورنۍ سرپنا او لومړنیو مرستو ته اړې دي.

د ارشیف انځور: هرات کې د ۲۰۲۳ کال زوروې زلزلې زرګونه کورنۍ بې کوره کړي
اوچا: د یو کال په تېرېدو سره لا هم ۲۵ زره زلزله ځپلې کورنۍ سرپنا نه لريانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

دافغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره یا اوچا له دغو کورنیو سره د مرستو غوښتنه کړې ده.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو ادارې او ځینو مرستندویه سازمانونو د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو خبرونه ورکړي، خو په سیمه کې زلزله ځپلي د مرستو له بهیره شکایت لري او په ډېرو مواردو کې په مرستو کې د لاسوهنې خبرونه ورکړل شوي دي.

په عین حال کې یوناما هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې په ټول افغانستان کې «ټولنې» د طبیعي پېښو او اقلیمي شرایطو د پرلپسې ناورینونو له امله له درنو زیانونو سره مخ دي.

یوناما هم پر نړیوالو غږ کړی دی چې د زیان کچې کمولو له پاره دې افغانستان سره مرسته وکړي.

اړوند: د هرات زلزله ځپلو ته اروپايي اتحادیې مرستندويه توکي استولي

د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې د یوې زورورې زلزلې پر مهال د سلګونو کورونو د ویجاړۍ تر څنګ له ۲زرو ډېر انسانان مړه او نیږدې لس زره زخمیان شول.

پر افغانستان د طالبانو له دویم ځل واکمنېدو وروسته د دغې ډلې حکومت نړیوالو په رسمیت نه دی پېژندلی او همدا لامل دی، چې افغانستان سره نړیوالو بشري مرستو کې هم کمی راغلی دی.

دغه راز، د طالبانوادارې له لوري پر بهرنیو موسیسو بندیزونه، په ځانګړې توګه پر ښځینه کارکوونکو بندیزونو هم د مرستو بهیر اغېزمن کړی دی.

هرات زلزله ځپلي؛ بې کوره ژمی تیرول سخت دي

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar