م.م : طالبانو په امر بالمعروف قانون سره ځان نور هم منزوي کړ
۱۴۰۳ شهریور ۲۹, پنجشنبهملگرو ملتونو ویلي دي چي د طالبانو ادارې دامر بالمعروف قانون به چي په اگست میاشت کي خپور سو او تر سخت انتقاد لاندي راغی، دیپلوماټیکې اغیزې هم ولري.
د ملگرو ملتونو په حواله، طالبانو په دغه قانون سره ځان نور هم له دیپلوماټیکي پلوه منزوي کړی دی.
طالبانو د امر بالمعروف په قانون کي په تیره بیا د ښځو پر وړاندي مخکیني محدودیتونه لاپسې سخت کړل او حتی د ښځو ږغ یې «عورت» بللی دی، چي هغه باید له کور څخه دباندي وانه وریدل سي.
په افغانستان کي د ملگرو ملتونو سازمان د مرستندویه پلاوي«یوناما» مشري روزا اوتنبایوا، د چهارشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کي په خپله وینا کي هغې غونډي ته په اشارې سره چي په جولای میاشت کي د طالبانو د استازو په گډون په دوحه کي جوړه سوې وه، وویل: «موږ هیله مند وو چي دغه زیگنال به د معنی لرونکو خبرو اترو د نوي فصل له پاره یو ښه پیل وي.»
د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړې استازې زیاته کړه: «»خو د [امر بالمعروف] د اخلاقي څارنې د قانون تصویب د دوحې تر غونډي یو څه وروسته، دغه پروسه په قصدي او یا هم غیر قصدي ډول کمزورې کړه.»
اوتنبایوا زیاته کړه:«دغه قانون د ریښتیني تعامل په هکله یو منفي سیاسي زیگنال استوي، داسي یو زیگنال چي موږ نه سو کولای هغه له پامه وغورځوو.» هغې په دې هکله خپله اندېښنه وښودله چي د دغه قانون عملي کول د خلکو په منځ کي«د پام وړ بیره» رامنځته کړې ده.
طالبانو په اگست میاشت کي د خپل مشر ملا هيبت الله آخوندزاده، په امر یو نوی قانون اعلان کړ، چي د نورو ترڅنگ په عامه ځایونو کي د ښځو آزادي نوره هم محدودوي.
د دغه قانون له مخي ښځي باید د خپل مخ په شمول ټول بدن پټ کړي. دغه قانون له نارینه محرم پرته د ښځو سفر او له کوره د هغوی د ږغ اوریدل منع کوي.
د روانې میلادي میاشتې په لومړیو ورځو کي د ملگرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ډېر غړي د یوې اعلامیې په خپرولو سره دطالبانو د دغه قانون د لغوه کولو غوښتونکي سول او د طالبانو له خوا د سیستماتیک جنسیتي تبعیض دوام اود ښځو او نجونو سرکوبه کول یې وغندل.
تر اوسه پوري د نړۍ هیڅ هیوادد طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. د دغې ډلې اداره د نورو ترڅنگ له بشري حقونو په تیره بیا د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په دلیل په نړیواله سطحه منزوي سوې ده.
(dpa) gp/nz