1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م.: طالبان افغانستان ته د بشري مرستو رسول ستونزمنوي

۱۴۰۳ آبان ۱۶, چهارشنبه

په افغانستان کې بشري وضعیت ډیر خراب دی. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بشري مرستو رسول مخ په زیاتیدونکي ډول له ننګونو سره مخامخ کیږي.

https://p.dw.com/p/4mgf0
په افغانستان کی بشری حالت
د اروپایي اتحادیې د کمیسیون په وینا په افغانستان کې څه د پاسه نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

دملګرو ملتونو  د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي دي چې په افغانستان کې طالبان  نوموړي هیواد ته د بشري مرستو رسول مخ په زیاتیدونکي ډول له ستونزو سره مخامخ کوي. ویل سوي دي چې یوازې په تیر سپټمبر کی ۱۷۳ داسې پیښې رامنځته سوي دي چې پکې د بشري مرستو اقداماتو مخه نیول سوې او له امله یې په مؤقتي ډول د ۸۳ مرستندویو پروژو کارونه په ټپه دریدلي دي. د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ډیرو دغو پیښو مسؤلیت د طالبانو پر غاړه دی.

اوچا د مثال په ډول د طالبانو د هغو کړنو یادونه کړې چې د مرستې د پروګرامونو په پلي کولو کې د لاسوهنې هڅه کوي او یا هم پر دې نفوذ کوي چې څوک به بشري مرستې ترلاسه کړي. د ښځو له پاره د کالیو د اوسنيو مقرراتو په تړاو هم د طالبانو له خوا پیښې رامنځته سوي دي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې د بودیجې کمښت هم کارونه له گواښ سره مخامخ کړي. د اوچا په حواله د تیر کال د سپتمبر د میاشتي په پرتله په دغه ډول پیښو کې په مجموعي ډول څه د پاسه ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

سربیره پردې اوچا  په تیرو میاشتو کې د همکارو سازمانونو په دفترونو کې د طالب چارواکو له نظارت، د کارکوونکو له بندي کولو او د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې له گواښونو څخه هم رپوټ ورکړی. زیاته سوې ده چې د بودیجې کمښت به هم په دغه هیواد کی د بشري مرستو رسول له سختو ننگونو سره مخامخ کړي.

د اروپایي اتحادیې د کمیسیون په وینا په افغانستان کې څه د پاسه نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري. په عین حال کې نوموړی هیواد د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدو راهېسې له نړیوالې ټولنې څخه منزوي سوی دی. دغه ډله په نړیواله سطحه په تیره بیا د ښځو  له حقونو څخه د سختو سرغړونو له امله له سختو انتقادونو سره مخامخ ده.

GP/SR/AG