1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

د هيئت تحریر شام مشر: د سوريې د ياغيانو ډلې منحلیږي

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پرس، اسوشتید پریس، دي پي اې
۱۴۰۳ آذر ۲۷, سه‌شنبه

د هيئت تحریر شام ډلې مشر ابو محمد الجولاني ويلي دي چې د ياغيانو ډلو ځواکونه منحل کيږي. هغه وايي هغه ځواکونه چې یو موټي شول او د اسد ۲۴ کلن حکومت ېې ړنګ کړ، په دفاع وزارت کې مدغم کيږي.

https://p.dw.com/p/4oFfr
په دمش کې د بشارالاسد د رژيم مخالف ځواکونه
د هېئت تحریر شام رهبر ويلي چې د مختلفو یاغي ډلو جنګیالي به د دفاع وزارت په چوکاټ کې جذب او روزنې به ورکول کیږيانځور: Ugur Yildirim/DIA Images/ABACA/picture alliance

د هیئت تحریر شام ډلې، ځايي ټولنو او هيوادونو ته د ډاډ ورکونې له پاره ويلي دي چې په سوریه کې ياغي ځواکونه منحل کيږي.

ابو محمد الجولاني، چې اصلي نوم ېې احمد الشرع دی، له دروزي ټولنې سره په کتنه کې وويل چې مختلفې ډلې چې یو بل ته ېې لاسونه ورکړل تر څو د بشارلاسد په مشرۍ ۲۴ کلن حکومت ته د پای ټکی کيږدي «منحلې به شي او جنګیاليو ته به ېې په دفاع وزارت کې د یوځای کېدو له پاره روزنې ورکړل شي.»

د دغې ډلې پر تلیګرام حساب د دوشنبې په ورځ خپرو شوو پوستونو مطابق، جولاني ویلي دي: «ټول به د قانون تابع وي.»

 الجولاني، چې په حاضر وخت کې له خپل اصلي نوم احمد الشرع، استفاده کوي، هڅه کوي چې داخلي اقلیتونو او بهرنیو حکومتونو ته ډاډ ورکړي چې په سوریه کې موقت حکومت هم د دغه هېواد له خلکو او هم ېې له دولتي بنسټونو ساتنه کوي.

 په سوریه کې د هېئت تحریر شام ډلې مشر ابو محمد الجولاني
د هيئت تحریر شام ډلې مشر ابو محمد الجولاني ويلي دي چې د ياغيانو ډلو ځواکونه منحل کيږي او ټول به د قانون تابع ويانځور: OMAR HAJ KADOUR/AFP/Getty Images

د کوردي جنګیاليو او ترکيې تر منځ د اوربند مذاکرات ناکام شوي

د کردانو په رهبرۍ د سوريې ديموکراتیک ځواکونه (SDF) چې د امریکا متحده ایالاتو ملاتړي دي، اعلان وکړ چې دغه مذاکرات د ترکيې له خوا د کلیدي مواردو د نه منلو له کبله له ماتې سره مخ شول.

یوه ملېشه وویل د سوريې په شمال کردمیشته سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د اوربند رامنځ ته کولو له پاره هڅې ناکامې شوي دي.

دغې ډلې ويلي دي: «د جګړې د توقف له پاره د امریکا متحده ایالاتو د هڅو با وجود، ترکيې او نیابتي جنګیاليو ېې په کردمیشته سیمو کې د جګړو شدت ته ادامه ورکړې ده.» د سوريې ديموکراټ ځواکونو هم پر ترکيې تور ولګاوه چې مذاکرات ېې جدي نه دي نيولي. 

که څه هم امریکا او ترکيه دواړه د ناټو غړي دي، خو دغه دوه هيوادونه د خپلو نیابتیانو په حصه کې له یو بل سره په تقابل کې واقع شوي دي.

په داسې حال کې چې د سوريې ديموکراتيک ځواکونه په سوریه کې د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې پر ضد مبارزه کې د امریکا متحده ایالاتو مهم متحدين دي، خو ترکیه بیا دغه ډله د کردستان د ممنوعه ګوند (پ کې کې) یوه شاخه بولي او هغه ېې د یو تروریستي سازمان په توګه درجه بندي کوي.