ایران: دمشق کې د سفارت بیا پرانیستنې لپاره شرایطوته منتظر یو
۱۴۰۳ آذر ۲۷, سهشنبهد ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، وويل: «په دمشق کې د سفارت بېرته پرانیستنه یو لړ مقدماتي امادګیو ته اړتیا لري، چې تر ټولو مهم ېې د سفارت او د هغه د کارکوونکو امنیت دی.»
بقايي زیاته کړه چې په دې ارتباط کارونه به «د هر څومره ژر د لازمو شرایطو په برابرېدو سره» تعقیب شي خو په دې هکله ېې یو مشخص وخت ونه ښود.
په دمشق کې د ایران سفارت وروسته له هغې لوټ شو چې تهران دبشار الاسد د مخالفینود چټکو پرمختګونو وروسته هغه تخلیه کړ. د اسد مخالفینو د دغو پرمختګونو په جریان کې د سوريې مهم ښارونه ونیول. مخالفینو د ډسمبر پر ۸ دمشق هم ونیو، چې ورسره د اسد خاندان د څو لسیزو واکمني پای ته ورسېده.
ایران د سوريې په کورنۍ جګړه کې چې په ۲۰۱۱م کال کې پیل شوه، د بشار الاسد له رژيمه ملاتړ کاوه او د هغه په غوښتنه ېې هلته خپل «پوځي مشاورين» وراستول.
بقايي هم د سې شنبې په ورځ وويل چې په سوریه کې د «ایراني مشاورینو» حضور «د حکومت په بلنه وو.»
هغه زیاته کړه: «موږ هېڅکله د دې له پاره په سوریه کې نه وو چې له یو مشخص شخص، ډلې یا ګوند ملاتړ وکړو.»
داسې ښکاري چې تر سقوط وروسته تهران اوس په دې هڅه کې دی چې له پرزول شوي رهبر فاصله ونیسي او پر ځای ېې د دواړو هيوادونو پر تاريخي دوستۍ ټينګار کوي.