1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: اسرائیل د جولان له لارې د "پولو پراخولو" په لټه کې دی

احمد ولي اڅکزی | فرانس پرس
۱۴۰۳ آذر ۲۶, دوشنبه

ترکیې د دوشنبې په ورځ د اسرائيل هغه پلان وغندی چې غواړي د جولان په اشغال شوو او ضمیمه شوو لوړو کې نفوس دوه برابره کړي. آلمان هم د دغه پلان سره مخالفت ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/4oC8i
د کاتڅرين په نوم دغه اسرائيلي ميشتځای د جولان په لوړو کې جوړ شوی دی
د جولان په سيمه کې د کاتڅرين په نوم د اسرائيلو ميشتځایانځور: MENAHEM KAHANA/AFP

د ترکيې د باندنيو چارو وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي دي چې اسرائيل د جولان په پلان سره د خپلو "پولو د پراخولو" هڅه کوي. دغه وزارت زياته کړې ده: "دا پرېکړه د اشغال له لارې د خپلو پولو د پراخولو په موخه د اسرائيل د هدف نوې مرحله ده."

د اسرائيل حکومت د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د دسمبر ۱۵) د جولان لوړو نفوس دوه برابره کولو پلان تصویب کړ. دا یوازې څو ورځې وروسته له هغه چې د اسرائيل ځواکونو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې هغه حايل سيمه ونیوله، چې د سوریې د سرحد سره نږدې ده او په داسې حال کې چې یاغي ځواکونه د دمشق پر لور پرمختګ کوي.

د ترکيې د باندنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي دي: "د اسرائيل هغه ګامونه د سختې اندېښنې وړ دي چې د ۱۹۷۴ د بېلتون تړون څخه د سرغړونې په توګه دغه حايل سيمه نيسي چې نږدې سیمو ته پرمختګ او په سوریه کې هوايي بریدونه پکښې شامل دي."

ترکیې خبرداری ورکړ چې دا حرکت به په سوریه کې د بشار الاسد تر نسکورېدو وروسته د ثبات راوستلو هڅې "په جدي ډول کمزورې کړي."

پر اسرائيل د آلمان ږغ

د آلمان د باندنيو چارو د وزارت وياند، کريسټيان واګنر د دوشنبې په ورځ پر اسرائيل ږغ وکړ چې د جولان پر لوړو د نفوس دوه چنده کولو پلان دې نه عملي کوي. وياند وويل چې "د نړيوال قانون له مخې دا په بهترينه توګه ښکاره خبره ده چې دغه سيمه د سوريې ده کومه چې د اسرائيل تر کنټرول لاندې  ده او له دې کبله اسرائيل يو اشغالګر قوت دی." واګنر زياته کړه چې آلمان له همدې کبله پر خپل ټلوال هيواد اسرائيل ږغ کړی دی چې له دغه پلان څخه "دې تېر شي".

جولان لوړې یو غرنۍ سيمه ده چې د سوریې په جنوب لوېدیځه څنډه کې موقعیت لري. اسرائيل د دغې سيمې ډېره برخه د ۱۹۶۷ د شپږ ورځنۍ جګړې پر مهال ونیوله او وروسته یې ضمیمه کړه.

دا سیمه د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د بفر زون يا حايل سيمي په توګه د سوریې له اړخه جلا شوې ده.

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزیر، ګیدون سعار وویل چې دا ګام "محدود او لنډمهالی دی" او د "امنیتي دلایلو" لپاره اخیستل شوی دی.

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.