د سوریې د یاغیانو رهبر ابو محمد الجولاني څوک دی؟
۱۴۰۳ آذر ۱۸, یکشنبهجولاني د هیئت تحریر الشام رهبري په غاړه لري. دغې ډلې پخوا په سوریه کې د القاعده شبکې له څانګې سره اړه درلوده. د هیئت تحریر الشام رهبر یو افراطي دی چې خپلو موخو ته د رسیدو په خاطر یې معتدله دریځ خپل کړی دی.
کله چې یاغیان د یکشنبې په ورځ دمشق ته ننوتل جولاني ټولو نظامي ځواکونو ته امر وکړ چې دولتي تاسیساتو ته دې نه نزدې کیږي. نوموړي د دې اونۍ په لومړیو کې ویلي وو چې د سوریایي پوځ پر وړاندې د بریدونو هدف یې چې په پرله پسې ډول د څو ښارونو د سقوط سبب شو، د اسد د واکمنۍ ختمول و.
۱۳ کاله مخکې بشار الاسد په سوریه کې دیموکراسي غوښتونکي حرکتونه سرکوبه کړل، چې په حقیقت کې د کورنۍ جګړې اور ته یې لمن ووهله. جولاني په تیرو ۱۳ کلونو کې پټ فعالیت کولو.
بالاخره یاغیانو د یکشنبې په سهار وویل چې ولسمشر اسد له هیواد څخه تښتیدلی دی او دمشق «د ظالم له شره» ازاد شوی دی.
ځواکمنه را څرګندیدنه
نوموړی اوس د توجه په مرکز کې ځای لري او له نړیوالو رسنیو سره مرکې کوي او داسې بیانیې خپروي چې سوریایان ورته په ټوله نړۍ کې غوږ نیسي، څو د خپل راتلونکي په هکله پوه شي.
نوموړی د لومړي ځل له پاره سږ کال د نومبر په ۲۷ نیټه د بریدونو په پیلولو او حلب ښار په نیولو سره، په عامه محضر کې را ښکاره شو.
جولاني په تیرو کلونو کې د جهادیانو لونګۍ په سرول پریښودل او د هغې پر ځای به یې زیاتره نظامي جامې اغوستلې.
جولاني په ۲۰۱۶م کال کې له القاعده سره د خپلې اړیکې له پرې کولو وروسته، هڅه کړې ده چې ځان یو معتدله رهبر معرفي کړي.
خو هغه تر اوسه پورې نه دی توانیدلی چې د شنونکو او لویدیځو حکومتونو نظر چې اوس هم هیئت تحریر الشام د یوه ترهګریز سازمان په توګه طبقه بندي کوي، بدل کړي.
د سیاسي اسلام کارپوه توماس پیرت، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «هغه یو عملي افراطي دی.»
سخت دریځی جهادي
پیرت د هغو جنګونو وخت ته په اشارې سره چې جولاني له داعش یا «اسلامي دولت» ډلې سره د رقابت په هڅه کې وو، وویل: «په ۲۰۱۴م کال کې هغه د افراطیت په اوج کې قرار درلود، خو تر هغې وروسته هغه خپلې خبرې معتدله کړي دي.»
جولاني په ۱۹۸۲ م کال کې کال کې د دمشق په المزه ښار کې په یوې پرمختللې کورنۍ کې زیږدلی او یو ښه زده کوونکی و.
د بریدونو په جریان کې هغه په خپل اصلي نوم احمد شرع لاسلیک کولو.
نوموړي په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا «پي بي اس» تلویزوني شبکې ته وویل چې د هغه د جګړې نوم د جولان په لوړو کې د دوی د کورنۍ ريښو ته اشاره کوي او ادعا یې وکړه چې نیکه یې له اسرائیل سره د دې سیمې تر یوځای کیدو وروسته، په ۱۹۶۷ کال کې تيښتې ته مجبوره شوی و.
د «میډل ایست آی» خبري انټرنټ پاڼې د رپوټ پر بنسټ د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱ له بریدونو وروسته، لومړی ځل و چې هغه سره د جهاد فکر پیدا شو.
دغه ویب سایټ وایي: «د ۱۱ د سپټمبر د بریدګرو د ستاېنې په پایله کې د جولاني په ژوند کې د جهاد لومړۍ نښې را ښکاره شوې، ځکه هغه د دمشق په څنډو کې پټو بحثونو او خطبو کې ګډون کول پيل کړل.»
پر عراق د امریکا له برید وروسته هغه له سوریې ووت، څو په جګړه کې ګډون وکړي.
وروسته هغه په عراق کې د القاعده له مشر ابومصعب الزرقاوي سره یوځای شو چې وروسته بیا ونیول شو او پنځه کاله بندي و. دغه بندیتوب د دې سبب شو چې هغه د جهادي ډلو په سازمانونو کې پرمختګ وکړي.
د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې کله چې د اسد د حکومت پر ضد پاڅونونه پیل شول، هغه بیرته کور ته ستون شو او د النصره جبهه یې رامنځته کړه چې په سوریه کې د القاعده شبکې څانګه وه.
حقیقت خوښوونکی که فرصت غوښتونکی؟
د جولاني د پلویانو په باور هغه یو حقیقت خوښوونکی دی، خو منتقدین او دښمنان یې هغه د یوه «فرصت غوښتونکي» په توګه معرفي کوي. هغه د روان کال په مې میاشت کې ویلي ول چې د داعش ډلې برخلاف نه غواړي چې پر غرب باندې برید وکړي. نوموړي همدا راز ویلي وو چې د اسد د ماتولو په صورت کې، د علویانو پرضد به هیڅ راز د بدل اخیستلو ګام پورته نه کړي.
د هیات تحریر الشام دغه رهبر په خبره نوموړي له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې قطع کړي دي او ادعا کوي چې هغه دا کار د دې له پاره کړی دی چې غربي نړۍ یې پر سازمان باندې د برید له پاره دلیل ونه لري. د پیرت په خبره، جولاین له هغه وخت راهیسې په دې هڅه کې دی چې ځان په یوې حکومتي څیرې بدل کړي.
د ۲۰۱۷م کال په جنوري میاشت کې جولاین د سوریې په شمال غربي سیمو کې خپلې رقیبې وسلوالې ډلې مجبوره کړې چې له تحریر الشام سره مدغم شي او په دې ترتیب یې په ادلیب کې د ځینو سیمو د کنترول ادعا وکړه، داسې سیمه چې د سوریې د مرکزي حکومت له کنټروله وتلې وه.
په جنګي جرمونو تورن جولاني د هیئات تحریر الشام ډلې د خپلې کنټرول لاندې سیمو کې یوه غیرې پوځي اداره رامنځ ته کړه او په دې ترتیب یې په دغو سیمو کې خپل رقیبان سرکوبه کړل.
په دې کلونو کې د تحریر الشام ډله د سیمې د اوسیدونکو او همدا راز د بشري حقونو د سازمانونو له لوري د خپلو مخالفینو پر وړاندې له قدرت څخه د وحشیانه ګټه اخیستنې باندې تورنه کړه او ملګرو ملتونو د یادې ډلې له لوري د سرکوب دغه هڅې د جنګي جرمونو په توګه درجه بندي کړل.
جولاني د خپلې ډلې له لوري د ویرې او کرکې د خپریدو له موضوع احتمالاً خبر دی. نوموړي د حلب ښار اوسیدونکو ته چې زیاتره یې عیسوي مذهبه دي، په خطاب کې ویلي چې د هغه په نوي رژیم کې به خوندي وي او هیڅ څوک به ورته زیان ونه رسوي.
نوموړي همدا راز له خپلو جنګیالیو غوښتي چې په هغو سیمو کې لا ښه امنیت ټینګ کړي چې د حکومت له کنټروله وتلې او د دوې تر ولکې لاندې دي او اوس آزادې شوي دي. د قرن نړیوالې ادارې یوه غړي، ارون لوند وویل: «زه فکر کوم چې په لومړیو وختونو کې دا یو ښه سیاست دی.» هغه زیاتوي: «په هره اندازه چې داخلي او نړیواله ویره کمه وي او جولاني د یوه جهادي سخت دریځي پرځای د یوه مسوول کس په توګه وپیژندل شي، په هم هغه اندازه به د هغه کار اسانه شي.»
ارون لوند ټینګار کوي چې «آیا دغه کار په بشپړه توګه صادقانه دی؟ هرومرو چې نه دی.» نوموړی همدا راز ټینګار کوي چې «د جولاني دغه ګامونه د هوښیارانو دي او باید وویل چې اوس وخت کې نوموړي دغه کارونه کړي دي.»