1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمنړیوال

القاعده شبکې پر حماس د اسرائیلي برمته شویو د آزادولو ږغ کړی

۱۴۰۳ مهر ۲۹, یکشنبه

د یوه امریکايي سازمان په حواله د القاعده شبکې یوه سلاکار چې ښايي د دې ډلې مشر هم وي، پر حماس ډلې غږ کړی څو په غزه تراړه کې اسرائیلي برمته شوي وګړي آزاد کړي. له حماس ډلې سره شاوخوا ۹۷ اسرائیلي وګړي لا هم بندیان دي.

https://p.dw.com/p/4m09U
د القاعده شبکې سلاکار ویلي چې د اسرائیلي وګړو برمته کیدو د فلسطیني زندانیانو موضوع له پامه غورځولې.
د القاعده شبکې یوه سلاکا پر حماس ډلې غږ کړی څو په غزه تراړه کې اسرائیلي برمته شوي وګړي آزاد کړي.انځور: Mahmoud Illean/AP/dpa

د سایټ (اس. آی. ټي. اي) په نامه یوه امریکايي سازمان چې په ټوله نړۍ کې د جهادي ډلو فعالیتونه څاري، ویلي چې د القاعده ترهګرې شبکې  یوه سلاکار چې ښايې د دې ډلې مشري هم اوس پر غاړه ولري، له حماس ډلې غوښتي چې په غزه کې نیول شوي اسرائیلي وګړي بیرته آزاد کړي.

د سیاټ په حواله، مصطفي حمیدي چې د ابو ولید المصري په نامه هم شهرت لري او د سیف العدل خسر دی چې باور کيږي اوسمهال د القاعده شبکې مشري کوي، د تیرې جمعې په ورځ د انترنت له لارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه غوښتنه کړې ده.

په دغه خبرپاڼه کې حمید ادعا کړې ده چې په مړي یا ژوندي حالت کې د برمته شویو اسرائیلي بندیانو پر پیدا کولو تمرکز، د فلسطیني بندیانو پر برخلیک سیوری غوړولی دی.

نوموړي همدا راز د یحیی سنوار ستاېنه هم کړې ده، د حماس ترهګرې ډلې هغه مشر چې اسرائیلو یې په دې نیږدې ورځو کې د وژلو اعلان وکړه. سنوار پر اسرائیلو باندې د اکتوبر د ۷ نیټې د برید طراح وو، داسې برید چې اوسمهال یې له کبله په غزه کې جګړه  روانه ده.

په خبرپاڼه کې د مصطفی حمید له قوله ویل شوي چې حماس ډله باید «ژر تر ژره» برمته شوي وګړي او د وژل شویو کسانو جسدونه بیرته [اسرائیلو] ته وسپاري او دغه «دوسیه باید بنده او بیا بیرته خلاصه نه شي» ځکه چې موږ یې پر پایلو پوهیږو.» په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې هیڅوک، نه رسنۍ، نه په مذاکراتو او نه هم په لاریونونو کې فلسطیني زندانیانو ته پام کیږي.

څومره اسرائیلي وګړي لا هم برمته دي

حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر ۷مه نیټه، پر اسرائیلوتر برید وروسته په مجموعي ډول ۲۵۱ تنه اسرائیلي وګړي برمته کړل چې له دې ډلې یې یو شمیر وژل شوي او یو شمیر یې د ۲۰۲۳م کال په دسمبر میاشت کې د قطر په منځګړیتوب د لنډمهاله اوربند له کبله آزاد شول او شاوخوا ۹۷ تنه اسرائیلي وګړي لا هم د حماس ډلې په بند کې دي.

القاعده شبکه چې په متحده ایالاتو کې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ بریدونو مسؤولیت یې  په غاړه اخیستی و، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ پوځي یرغل هدف وه، داسې ډله چې په افغانستان کې یې حضور درلود.

د برته شویو له ډلې یو شمیر وژل شوي، یو شمیر یې آزاد او ۹۷ تنه یې لا هم د حماس ډلې په بند کې دي.
حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر ۷مه نیټه، پر اسرائیلو تر برید وروسته په مجموعي ډول ۲۵۱ تنه اسرائیلي وګړي برمته کړلانځور: Mahmoud Illean/AP/picture alliance

 د القاعده شبکې د هغه وخت مشر اسامه بن لادن بیا په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په ګاونډي هیواد پاکستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شو او د بن لادن ځای ناستی ایمن الظواهري بیا د ۲۰۲۲ کال په جولای کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د دې ټولو سربیره د القاعده شبکې اصلي سازمان لا هم ژوندی پاتې دی او ویل کیږي چې اوسنی مشر یې سیف العدل دی چې د مصر د ځانګړو ځواکونو پخوانی ډګروال او د راپورونو له مخې په ایران کې ژوند کوي. 

دغه ډله چې په سوریې، یمن، سومالیا او مالي کې یې سیمه ییزې اړیکې جوړې کړي، پر حماس چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، لږ نفوذ لري.

 حماس د جمعې په ورځ ژمنه وکړه چې د غزې د جګړې تر پای ته رسیدو به هیڅ یرغمل شوی اسرائیلي وګړی خوشې نه کړي. شنونکي وايي، دا چې تر اوسه د حماس ډلې لا هم د سنوار ځای ناستی نه دی معرفي کړی،  او د حماس په مشرتابه کې د خلا له شتون سره، دا به ستونزمنه وي چې څوک د دوی د خوشې کولو په اړه خبرې وکړي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه