امريکا: افغانستان کې لاهم القاعده فعاله ده
۱۴۰۲ آذر ۱۱, شنبهپه دوحه کې دطالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ، طالبان باید القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي او نورو ترهګریزو ډلو ته هم اجازه ورنه کړي، چې افغان خاوره د نورو په خلاف وکاروي.
خو اوس تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ په اړه د ۲۰۲۲ میلادي کال په رپوټ کې ویلي چې «افغانستان کې د القاعده عناصر، داعش او سیمه ییزې ترهګریزې ډلې فعالې پاتې دي.»
رپوټ زیاتوي چې د داعش د خراسان څانګه په افغانستان کې پر ولسي وګړو په ځانګړه توګه پر شیعه ګانو او طالبانو خپلو برېدونو ته دوام ورکوي.
د رپوټ په حواله داعش په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د پاکستان، تاجکستان او ازبکستان پولې ته څېرمه او د پولې هاخوا هم برېدونه وکړل، دغه راز هوډ یې درلود چې پر لویدیځ برید وکړي.
رپوټ زیاتوي: «د هند په نیمه وچه کې القاعده او ورپورې تړلو ډلو ددې وړتیا نه درلوده چې له افغانستانه پر امریکا بریدونه پلان وکړي.»
په رپوټ کې دا هم راغلي چې طالبانو ژمنه کړې وه چې دوی به له افغانستانه پر امریکا او متحدینو یې د ترهګریزو ډلو د بریدونو مخنیوی کوي، خو د القاعده عناصرو، تحریک طالبان پاکستان او د داعش خراسان ډلې پروړاندې ددې ډلې توان څرګند نه دی.
په رپوټ کې دې ته اشاره شوې چې طالبان په ۲۰۲۲ میلادي کال د داعش ډلې د مشر ایمن الظواهري کوربانه ول، کوم چې د همدغه کال د جولای په ۳۰مه نېټه د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.