احمد حکیمي په پاکستان د تجارت، مدیریت او عامه اړیکو په برخه کې د لیسانس سند ترڅنګ د افغانستان په مختلفو محلي او همدا راز نړیوالو رسنیو کې له لسو کلونو ډیره کاري تجربه لري.
احمد حکیمي له ۲۰۱۶م کال راهیسې په دویچه ویله کې د آزاد خبریال، ایډیټر، او د خپرونو د پروډیوسر په توګه دندې پرمخ وړي، چیرې چې یې تلویزیوني خپرونې وړاندې کړي او راډیويي تولیداتو کې یې برخه اخیستې او د ټولنیزو رسنیو له پاره هم محتویات تولیدوي. د افغانستان د څانګې ترڅنګ، احمد حکیمي د دویچه ویله د انګلیسي او الماني څانګو سربیره د آسیا له نورو برخو او د دویچه ویله له اکادمۍ سره هم په مختلفو برخو کې کار او همکارې کړې ده.
تر دویچه ویله مخکې، احمد حکيمي د افغانستان په رسنیزو چارو کې مهم رول لوبولی دی. هغه د بی بي سي مونتیټورینګ له پاره د آزاد خبریال په توګه هم کار کړی، چیرته چې یې نړیوالو رسنیو له پاره د افغانستان په اړه خبري مواد چمتو کول. همدا راز د انګلیسي خبرونو د نطاق او په شمال کې د خبریالانو د ټولنې د بهرنیو اړیکو د مسوولیت چارې یې هم پر مخ وړي دي.
احمد حکیمي په مورنۍ ژبه پښتو، دري، انګلیسي، اردو، او الماني ژبو روانې خبرې کوي او په ټولنیزو پلیټ فارمونو کې د کیسو ویلو ځانګړې وړتیا لري.