1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اولاف شولتڅ: ښه ادغام شوي سوریايي کډوالو پاتې کیدی شي

احمد حکيمي | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۲۴, شنبه

د المان صدارعظم اولاف شولتڅ په هیواد کې ښو ادغام شویو سوریايي کډوالو سره د اعتماد وړ اقامې ژمنه کړې ده. د اسد رژیم تر نسکوریدو وروسته، په آلمان کې یو شمیر ګوندونو او افرادو سوریې ته د سوریايي کډوالو د تګ خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4o9Vr
شولتڅ همدا راز زیاته کړې چې په تیرو څو کلونو کې ګڼ شمیر سوریایانو په آلمان کې خپلې ریښې غوړولي دي
د المان صدارعظم اولاف شولتڅ په دغه هیواد کې ښو ادغام شویو سوریايي کډوالو سره د اعتماد وړ اقامې ژمنه کړې ده. انځور: Carsten Koall/dpa/picture alliance

 د آلمان صدارعظم اولاف شولتڅ په خپل اونیز ویډیويي پیغام کې چې د جمعې په شپه له برلین څخه خپور شوی دی په آلمان کې د ښو ادغام شویو سوریايي کډوالو له پاره د اعتماد وړ اقامې ژمنه کړې ده. نوموړي په دغه پیغام کې ویلي دي: «هغه کسان چې دلته کار کوي او ښه ادغام شوي دي، په آلمان کې ورته هرکلی وایو او دلته [آلمان] کې به پاتې شي.»

شولتڅ همدا راز زیاته کړې چې په تیرو څو کلونو کې ګڼ شمیر سوریایانو په آلمان کې خپلې ریښې غوړولي دي. نوموړي په دغه پیغام کې په ځانګړې توګه د هغو شاوخوا ۵۰۰۰ سوریايي روغتیاپالانو او ډاکټرانو یادونه وکړه چې د آلمان په روغتونونو کې په دندو بوخت دي.

د المان صدراعظم همدا راز یادونه وکړه چې په سوریه کې د اسد د دیکتاتور رژیم تر پرځیدو وروسته په جرمني کې د سوریايي وګړو په منځ کې یو ډول ژوره اندیښنه را پورته شوې او په ځانګړې توګه په دغه هیواد کې د سوریايي وګړو د پناه غوښتنې د پروسې ځنډولو ته یې اشاره وکړه.

شولتڅ په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې یوازې په راتلونکو ورځ، اونیو او میاشتو کې به دا روښانه شي چې سوریه له بشار الاسد پرته کوم لوري ته حرکت کوي. نوموړي وویل: «یو شمیر [سوریايي] پناه غوښتونکي هیله من دي چې ژر به بیرته خپلو کورنو ته ستانه شي. موږ به له دغه څخه هر هغه وخت چې شرایط یې برابر شي، ملاتړ به یې وکړو.»

په سوریه کې کورنۍ جګړه چې له ۲۰۱۱م کال راهیسې د اسد رژیم پر وړاندې د خلکو تر پاڅون وروسته پیل شوه، د دې لامل شوه چې زرګونه سوریايي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړي او میلیونونه نور د ګاونډیو هیوادونو سربیره د آلمان په شمول اروپايي هیوادونه ته مهاجرت وکړي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د شمیر له مخې، په آلمان کې اوسمهال شاوخوا یو میلیون سوریايي وګړي ژوند کوي.