آلمان د سوریایانو د پناه غوښتنې عریضو ته رسیدگي دروي
۱۴۰۳ آذر ۲۰, سهشنبهد جرمني دمهاجرت او پناه غوښتنې د دفتر (بامف) ویاند ویلي دي چي آلمان په پام کي لري د بشار الاسد د حکومت له رانسکوره کیدو وروسته، په مؤقتي ډول د سوریايي اتباعو د پناه غوښتني د عریضو په هکله پریکړه وځنډوي.
د نوموړي ادارې ویاند ویلي دي چي دغه ځنډ په آلمان کي د سوريې د اتباعو د ۴۷ زرو پناه غوښتونکو د عریضو په هکله عملي کیږي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند، خبریالانو ته ویلي دي: "د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره، انفرادي پیښې د مبدأ هیواد د وضعیت په پام کي نیولو سره په ډیر دقیق ډول ارزیابي کوي."
د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسی فئزر، دغه پریکړه پر ځای بللې او ویلي یې دي: "ډېرو هغو پناه غوښتونکو چي په جرمني کي یې حفاظت ترلاسه کړی، اوس یې بلاخره خپل هیواد سوریې ته د ستنیدو او د دغه هیواد بیارغونې ته هیله پیدا کړې ده."
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې، په اوس وخت کي په آلمان کي څه د پاسه ۹۷۴ زره سوریايي اتباع ژوند کوي. له هغو څخه یې ۵۰۹۰ تنو سیاسي پناه اخیستې ده او ۳۲۱ زره او ۴۴۴ کسانو بیا د ژنیو د کنوانسیون له مخي دمهاجر یا پناه غوښتونکي په توگه په رسمیت پیژندل سوي دي. نور ۳۲۹ زره او ۲۴۲ کسان بیا د په اصطلاح فرعي حفاظت په حالت کي دي.
فرعي حفاظت هغو کسانو ته ورکول کیږي چي د ژنیو د پناه غوښتونکو د کنوانسیون د تعریف پر اساس، د پناه غوښتنې له شرایطو سره برابر نه وي، خو په خپل هیواد کي له جدي گواښ سره مخامخ دي.
له بلې خوا، اتریش هم د ۷۳۰۰ سوریايي اتباعو د پناه غوښتنې د عریضو ارزونه ځنډولې ده.