د اسد رژیم پرځیدل؛ بریتانیا د سوریایانو پناه غوښتنه ځنډولې
۱۴۰۳ آذر ۲۰, سهشنبهپه سوریه کې د هیئت تحریر الشام د یاغیانو په لاس د اسد رژیم تر نسکوریدو وروسته یو شمیر اروپايي هیوادونو د سوریايي وګړو د پناه غوښتنې پر درخواستونو پریکړه کول ځنډولي دي. بریتانیا هم د اسد رژیم تر نسکوریدو وروسته په دغه اقدام لاس پورې کړی دي.
په سوریه کې د اسد رژیم له خوا د مخالفینو پر وړاندې د غچ اخیستنې له ویرې په تیرو څو کلونو کې ګڼ شمیر سوریايي کډوالو اروپايي هیوادونو ته مخه کړه او په دې هیوادونو کې یې د پناه غوښتني وکړې.
بریتانیا هم په دې ترڅ کې زرهاوو سوریايي وګړو ته پناه ورکړې ده. تازه د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په سوریه کې د اسد رژیم تر نسکوریدو وروسته او په دمشق کې بدلیدونکي وضعیت ته په کتو یې د سوریايي وګړو د پناه غوښتنې پر درخواستونو پریکړه کولو ځنډولي دي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې یویت کووپر ویلي: «موږ په دې پوهیږو چې د اسد رژیم تر پرځیدو وروسته په سوریه کې وضعیت په چټکۍ سره د تغیر په حال کې دی. موږ وینو چې ځینو کسان بیرته سوریې ته ګرځي. موږ هم په چټکۍ سره د بدلیدونکي وضعیت له نیږدې څارنه کوو.»
د نوموړې په خبره: «له همدې کبله موږ هم د آلمان، فرانسې او نورو هیوادونو په څیر د [سوریایانو] د پناه غوښتنې پر درخواستونو پریکړه کول د تعلیق حالت ته راوستلي او په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د وضعیت ارزونه او له نیږدې څارنه کوي.»
په عین وخت کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې موږ «د پناه غوښتنې اړوند د ټولو هیوادونو وضعیت او اړونده کړنلارې تر دوامداره ارزونې لاندې نیسو ترڅو وکولو شو بدلیدونکي وضعیت ته په کتو یې ځواب ووایو.»
د سوریايي پناه غوښتونکو په هکله د یو شمیر اروپايي هیوادونو تازه دریځ
د بریتانیا له لوري دغه اقدام د فرانسې، آلمان، سویډن او اتریش هیوادونو تر ورته اقدام وروسته پورته کیږي. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمیرو له مخې، د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر تر میاشتې پورې په دغه هیواد کې تر بنګله دیش، ایران، افغانستان او پاکستان وروسته سوریايي وګړو ډیر د پناه غوښتنې درخواستونه کړي دي. د معلوماتو له مخې، د سوریايي وګړو شاوخوا ۹۹ سلنه د پناه غوښتنې درخواستونو ته په لومړي ګام کې مثبت ځواب ورکړل شوی دی.
په سوریه کې د بشار الاسد رژیم تر نسکوریدو وروسته ګڼ شمیر سوریايي وګړو بیرته خپل هیواد ته د تګ له پاره امادګي نیولې ده، خو په دغه هیواد کې بشري وضعیت لا هم خراب ښوول شوی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي بیا د حکومت له دغې پریکړې بې خبري ښوولې او ویلي یې دي چې نوموړی د دې پلوي نه دی چې د پناه غوښتنې درخواستونه دې لغو شي. لامي زیاته کړې: «د اسد رژیم له منځه تلل د سولې تضمین نه کوي. دا یو خطرناک وضعیت دی او همدا راز د سیمې او سوریایانو له پاره یو فرصت هم دی.»
لامي، همدا راز په خپلو خبرو کې ویلي دي چې په سوریه کې د اسد رژیم تر نسکوریدو وروسته سوریې ته د ګڼ شمیر «سوریایانو بیرته تګ د دوی د ښه راتلونکي ترلاسه کولو د هیلو له پاره یو مثبت ګام دی، خو ډیر څه اوس په دې پورې تړلي دي چې څه به پیښیږي.»
د نوموړي په خبره سوریې ته د سوریایانو دغه تګ ښايي ډیر ژر په داسې یوه پدیده بدل شي چې پکې سوریايي وګړي بیرته هیواد ترک کړي او له ناقانونه او خطرناکو لارو ځانونه اروپا او بریتانیا ته ورسوي.