افغان مهاجر: په پاکستان کي که ويزه ولرې که نه ، نیول کيږي
۱۴۰۳ دی ۱۳, پنجشنبهپه اسلام اباد کي د شهزاد په نوم يوه افغان مهاجر ويلي دي چي د پاکستان د پوليسو د چلند په نتيجه کي رامنځته سوو فشارونو له امله، مجبور سوي چي خپل ژوند د کوچني کور په هغه مهمانخانه کي محدود کړي چي ژوند پکښي کوي. شهرزاد زياتوي چي دغه وضعيت په افغانستان کي د طالبانو تر ولکې لاندي ژوند سره دومره توپير نه لري.
هغه بيره لري چي د ځوروني، له هغوی څخه د رشوت اخيستنې او د پاکستاني چارواکو له خوا د افغانانو د نيول کيدو په گډون د افغانانو ضد احساساتو يوه څپه رامنځته نه سي.
شهزاد چي د خپل ځان او اولادونو د اخراجولو له بيري سره ژوند کوي، وايي: "دلته د افغانانو له پاره وضعيت وحشتناک دی او د پاکستان پوليس د طالبانو په شان چلند کوي."
شهزاد زياتوي چي په دا وروستيو کي يې زوی په پارک کي د چکر وهلو پر وخت ونيول سو او پوليسو ورڅخه د اسنادو پرځاي د پيسو غوښتنه وکړه.
له پاکستان څخه د مهاجرو په تيره بيا پرته له اسنادو افغانانو د اخراج له پاره د پاکستان حکومت له پخواني چلند سره سره، د پاکستان پوليس ادعا کوي چي افغانان د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان، د زنداني کولو له امله، د حکومت د سياسي مخالفينو په ناآراميو کي لاس درلودلی دی.
خو په دې ترڅ کي هغه افغانان چي لويديځو هيوادوته د انتقال په تمه دي، وايي چي د سياسي کشمکشونو په منځ کي بند پاته دي.
مصطفي افغان چي له خپلې کورنۍ سره انتظار باسي چي امريکا ته انتقال سي، وايي: "داسي احساس کوو چي دې ځاي ته له راتلو وروسته، له ديگ څخه راايستل سوي او اور ته اچول سوي يوو."
اړوند:آیا طالبان د «پاکستان هواييبریدونو» ته د ځواب ورکولو توان لري؟
افغان ويلي دي چي د اقامې يا پاکستان ته د سفر د اسنادو لرل، د مهاجرو پر وضعيت چنداني اغيز نه لري او هغوی له توقيف کيدو څخه د بيري له امله نه سي کولاي د خوراکي توکو او دارو درملو د رانيولو له پاره بازار ته ولاړ سي.
هغه وويل: "کله چي هغوی پوه سي چي افغان يې، که ويزه ولرې او که نه، تا نيسي او يا هم پيسې درڅخه غواړي."
په افغانستان کي واک ته د طالبانو تر رسيدو څه د پاسه درې کاله وروسته هم په کابل کي د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي هيوادونو سفارتونه نه دي پرانيستل سوي او افغانان مجبور دي چي نوموړو هيوادونو ته د خپل انتقال پروسې د پرمخ بيولو له پاره ولاړ سي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مخکي له دې د ۲۰۲۴م کال په جولای مياشت کي له لوېديځو هيوادو وغوښتل چي په پاکستان کي د هغو څه د پاسه ۴۴ زرو افغانانو د انتقال پروسه گړندۍ کړي چي امريکا متحده ايالاتو، کاناډا، آلمان او بريتانيا ته د تلو په تمه دي.
د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د رپوټ له مخي، پاکستان په اوس وخت کي د شاوخوا ۱،۲ ميليونه ثبت سوو افغانانو کوربه دی او په څنگ کي يې ۱،۵ ميليونه نور افغانان هم په بيلابيلو قانوني وضعيتونو سره په دغه هيواد کي ژوند کوي.
په پاکستان کي د امنيتي او اقتصادي وضعيت په خرابيدو او د افغانستان او پاکستان د طالبانو ترمنځ د سياسي اړيکو له ترينگليتا وروسته، په پاکستان کي د بې اسنادو افغانانو د اخراج له پاره کمپاين پيل سو.
سره له دې چارواکو ويلي دي چي د پاکستان له پخواني صدراعظم عمران خان څخه د ملاتړ په اړه چي اوس په زندان کي دی، د احتجاجونو په څپو کي، اسلام آباد د ډېرو افغانانو د نيولو شاهد وو.
په اسلام اباد کي د افغانانو د ټولنې يو مشر محمدخان، ويلي دي چي له لاريونونو څخه د افغانانو د بيرولو له پاره د يوه پوښ په توگه کاراخيستل کيږي.
هغه ادعا کړې ده چي نيژدې ۲۰۰ افغانان د څو ورځو په ترڅ کي د نورو ترڅنگ په ميلمستونونو کي نيول سوي دي. ښاغلي خان په پاکستان کي په سياسي فعاليتونو کي د افغانانو لاس درلودل رد کړل.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په دې هکله کوم نظر نه دی ورکړی.
په عين حال کي د ايمان مزاري په نوم د بشري حقونو يو وکيل چي د اسلام آباد په محکمو کي د افغانانو ملاتړ کوي، ويلي دي چي دغه احتجاجونه د هيواد په جنوب کي، اسلام آباد او راولپنډۍ کي د (افغانانو) په وړاندي د نژاد پالنې د مخکي له مخکي قضاوتونو د لازياتيدو باعث سوي دي.
هغه وويل: پوليسو ته "په بشپړ ډول اجازه ورکول سوې، هر هغه څوک ونيسي چي زړه يې غواړي، له هغوی څخه پيسې واخلي او استفاده ورڅخه وکړي."
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت اعلي وزير علي امين گنداپور، چي د عمران خان د ملاتړ په هدف يې وروستۍ مظاهرې رهبري کولې، وويل چي له افغانانو سره دښمني اوس د پاکستان پښتنو ته هم انتقال سوې ده.
افغانان وايي چي د هغو کسانو له پاره چي په پاکستان کي له کړاوونو سره ژوند کوي او دريم هيواد ته د انتقال په تمه دي، وضعيت هغه څه ته ورته دی چي له امله يې افغانستان پرې ايښی دی.
د هغو کسانو ترڅنګ چې د کاري سابقې له امله له گواښ سره مخامخ پيژندل سوي دي، يو شمير نور افغانان هم د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو د زده کړې په ګډون د سختو محدوديتونو له امله له افغانستان څخه وتلو ته مجبور سوي دي.