طالبان: له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته مو بریدونه کړي
۱۴۰۳ دی ۸, شنبهافغانستان کې د طالبانو ادارې دفاع وزارت د شنبې پر ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د افغانستان په سویل ختیځ کې له ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د دوی په ټکو، د « شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکیو» مرکزونه او پټن ځایونه په نښه کړي، له کومو چې افغانستان کې بریدونه تنظیمېدل.
دفاع وزارت د خبرپاڼې په شکل دا وضاحت وروسته له هغې خپور کړ، چې له تېرې ورځې راهیسې د طالبانو ملاتړي پر خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې خپروي، چې ګواکې طالبانو د پاکستان ځينې پوستې په نښه کړي او دا، چې د دواړو هېوادونو د سرتېرو تر منځ نښتې شوي دي.
د طالبانو دفاع وزارت که څه هم ظاهرآ دغه بریدونه د « شریرو عناصرو« په توګه عنوان کړي؛ خو د خبرپاڼې په یوې برخې کې یې بېګانیو بریدونو ته د »انتقام« کلمه کارولې ده.
په دغې خبرپاڼې کې راغلي:»د هیواد د جنوب ختيځ له استقامته د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل.»
طلوع نیوز بیا د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د طالبانو او پاکستانیو ځواکونو تر منځ د شنبې ورځو نښتو له امله په خوست او پکتیا کې زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي او دواړو لوریو ته د مرګ، ژوبلې اوښتو خبرونه هم ورکړل شوي دي.
تېره اونۍ پاکستان د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ هوايي بریدونه وکړل، چې وروسته د طالبانو ادارې په دغو بریدونو کې د څه باندې پنځوسو کسانو وژل کېدل تائید کړل.
که څه هم پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ویلي وو، چې دغو بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو مهم غړي وژلي؛ خو افغان واکمنو ویلي، وژل شوي کسان عام خلک وو، چې ماشومان هم پکې شامل دي.
تر اوسه د پاکستان حکومت د پکیتکا د هوايي بریدونو په اړه کوم جزئیات نه دي ورکړي؛ خو د دغې هېواد د باندنیو چارو وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوڅ همدومره ویلي وو، چې « د افغانستان او پاکستان تر منځ پر پوله ځینې پېښې شوي دي.» د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته د طالبانو ادارې لوړ پوړو چارواکیو د ورته عمل خبره کړې وه او دا، چې د دغو بریدونو غچ به واخلي. تر اوسه د طالبانو تازه بریدونو ته پاکستاني اړخ کوم غبرګون نه دی ښودلی.