1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

ترهګري: ۲۰۲۴م د پاکستان له پاره خونړی کال وو

شمس الرحمن ناصر | کاتولیک خبري آژانس
۱۴۰۳ دی ۱۲, چهارشنبه

د يوه کلني راپور له مخي تېر کال په پاکستان کې دومره ترهګريز بريدونه شوي دي چې په تيرو څو کلونو کې تر ټولو ډېر ول. د قربانیانو شمیر د ریکارډ کچې ته رسیدلی دی. دا له دیپلوماتیکو تحولاتو سره سمون کوي.

https://p.dw.com/p/4oj9z
د پاکستان په کوټه کې د ریل سټیشن پر امنیتي کارکونکو د برید انځور زمونږ له آرشیف څخه
آرشیف انځور: د اسلامپالو په بریدونو کې ۶۸۵ پاکستاني سرتیري او همدرانګه ۹۲۷ ملکي کسان وژل شوي ديانځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

۲۰۲۴م کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو له پاره له یوې اوږدې مودې راهیسې تر ټولو خونړی کال و. د «ډان» خبري پورتال د سه شنبې (۲۰۲۴م د دسمبر ۳۱ نیټه) په ورځ د «پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انستیتوت» د کلني رپوټ پر اساس لیکلي دي چې د اسلامپالو په ۴۴۴ ترهګریزو بریدونو کې ۶۸۵ پاکستاني سرتیري او همدرانګه ۹۲۷ ملکي کسان وژل شوي دي. دا په تیرو ۱۰ کلونو کې تر ټولو لوړ شمیر دی.

د پاکستان د امنیتي ځواکونو په نږدې ۶۰ زره عملیاتو کې ۹۳۴ شکمن ترهګر وژل شوي دي چې دا په تیرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړ رقم دی.

د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونه چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د پاکستاني طالبانو د ترهګریزو بریدونو مرکز یا په بله عبارت هغه سیمې وې چې تر ټولو ډیر بریدونه پکې شوي دي.

په پاکستان کې چې اکثریت اوسیدونکي یې سني مذهبه دي اسلامپاله ترهګرو پوځي تاسیسات، پولیس، کلیساوې، د شعیه او احمدیه په څیر اسلامي لږکۍ او همدارنګه د چینایانو زیربنایي پروژې لکه «د وريښمو نوې لاره» د خپلو بریدونو هدف ګرځولي دي.

د ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۰ میلادي کلونو ترمنځ د ترهګریزو بریدونو شمیر په پرله پسې ډول کم شوی و، خو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته دغه شمیر دوباره مخ پر زیاتیدو شو، یعنې په کلني حساب ۴۴ سلنه پکې زیاتوالی رامنځته شوی دی.

په تیرو څو ورځو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیاسي او پوځي کړکیچ زیات شوی دی. وروسته له دې چې د تیرې سه شنبې په ورځ د پاکستان هوایي ځواکونو د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې پر شکمنو مرکزونو بریدونه وکړل، د شنبې (د دسمبر ۲۸ نیټه) په ورځ افغانستان هم د پاکستان پر سرحدي سیمه برید وکړ چې په پایله کې ۱۶ پاکستاني عسکر ووژل شول.

پر پکتیکا د پاکستاني برید د قربانیانو ویر

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل