1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د «پاکستان هوايي بریدونو» د ځواب توان لري؟

محمد کریم صالح | فرانس پريس، اسوشتید پریس
۱۴۰۳ دی ۵, چهارشنبه

د طالبانو دفاع وزارت ویلي دي چې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د پاکستان هوايي حملې به «بې ځوابه» پرېنږدي. خو ځینې شنونکي وايي چې طالبان د افغانستان پر خاوره د بریدونو د مخنيوي توان نه لري.

https://p.dw.com/p/4oZXq
د آرشیف انځور - د پاکستان اف ۱۶ جنګي جیت الوتکه
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، ویلي دي پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوايي حملو کې ۴۶ کسان چې اکثریت يې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي ديانځور: picture alliance/AP Photo/A. Naveed

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې د چهارشنبې په شپه د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ د پاکستان په هوايي حملو کې ۴۶ کسان چې اکثریت يې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

که څه هم د پاکستان پوځ او حکومت په دې هکله پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی، خو د دغه هېواد امنيتی سرچینو خبري آژانسونو ته منلې چې د جنګي جیت الوتکو او ډرونونو په استفاده ېې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په نخښه کړي دي. 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان سفارت شارژدافیر ېې نن چهارشبنه د دسمبر ۲۵مه احضار کړ. دغه خبره د دغه وزارت یوه ویاند، حفیظ ضیا احمد پر اکس شبکه کړې ده.

غبرګونونه

دغو حملو ته نه یوازې طالب چارواکو تند غبرګون ښوولی، بلکې یو شمېر سیاسي او د طالبانو مخالفو څېرو هم پرې شدیدې نيوکې کړي دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي، پر خپلې فېسبوک پاڼه د یو لنډ مطلب په خپرولو سره دغه حملې غندلي او هغه ېې «ښکاره یرغل او د افغانستان د حاکمیت نقض بللی.»

په دغه اعلاميه کې راغلي: «حامد کرزی د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ترینګلتیا، په سیمه کې د افراطیت د تقویې او په دوامداره توګه د افغانستان د تضعیف له پاره د پاکستان د ناسمو سیاستونو پایله بولي او د کړکيچ حل، د دغه هیواد له خوا په دغو سیاستونو کې په فوري او جدي بیاکتنو سره تړلي ويني.»

معصوم ستانکزی چې د افغانستان پخواني حکومت کې د ملي امنیت ادارې رئیس وو، هم دغه حمله غندلې ده. هغه پر خپلې اکس پاڼه ليکلي: «د مظلومو خلکو پر کورونو د پاکستان ړنده بمباري د نړېوالو قوانینو خلاف او ناامنيو پراختیا او د بحران ژوروالي ته لمن وهل دي.» ستانکزي زیاته کړې چې پاکستان له ېوې خوا د اړيکو رغولو له پاره خپل ځانګړی استازی کابل ته استولی او له بل لوري هوايي حملې کوي.

د س شبنې او چهارشنبې ترمنځ شپه کې دغه هوايي حملې وروسته له هغې شوي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د «اړیکو د تقويې له پاره» د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق، کابل ته سفر درلود او هلته ېې د طالبانو د بهرنیو او کورنیو چارو له وزیرانو سره خبرې وکړې.

طالبانو لور ته ګوت نېونه

د طالبانو دفاع وزارت ویلي دي چې د پاکستان دغه هوايي حملې به «بې ځوابه» پرېنږدي، خو ډېر وضاحت ېې نه دی ورکړی.

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي، زلمی خلیلزاد، چې په دوحه کې ېې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک کړ، ويلي دي: « که چېرته [دغې هوايي حملې په هکله رپوټونه] درست وي، طالبان به په احتمال سره ځواب ورکړي.»

په افغانستان کې د طالبانو دفاع وزیر، ملا محمد یعقوب
د طالبانو دفاع وزارت ویلي دي چې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د پاکستان هوايي حملې به «بې ځوابه» پرې نږديانځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

خلیلزاد زیاته کړې: «د جګړې پر ځای دواړه هېوادونه یو توافق ته اړتیا لري او مشخصه کړي چې هېڅ یو تروریزم یا تروریستي ډلو ته اجازه نه ورکوي چې د سیمې امنيت وګواښي او هغه ته پابنده واوسي.»

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي هم په دې باور دی چې طالبان به غبرګون وښيي خو نه هغسې چې لازم غچ پرې واخیستلی شي، نه: «افغاني طالبان جنګي جيټ الوتکې نه لري، په پاکستان کې بمباري نشي کولی، هغه څه چې د غچ له پاره لازم دي نشي کولي، خو ښايي په سرحدي علاقو کې د ټوپک او توپ ډزې وکړي.»

سعيدي دویچه ویله ته وویل چې د پاکستان په بیګانیو حملو کې تر ډېره د وزیرستانیانو د کورنیو غړي وژل شوي چې د پاکستان او افغاني طالبانو د یو تفاهم له مخې په برمل ولسوالۍ کې میشت شوي ول، خو پاکستان ادعا کوي چې پاکستاني طالبان ېې وژلي دي. 

خو د طالبانو ادارې سیاسي وضعیت ته په کتو او دا چې مخکې هم دا ډول حملې بې ځوابه پاتې شوي دي، شنونکي شک لري چې طالبان دې دغې حملې ته «ځواب» ووايي او یا دې دغه موضوع نړېوالې ټولنې ته راوباسي. تر دې مخکې د طالبانو جنګیالي څو ځلې له پاکستاني سرحدي ځواکونو سره ښکيل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزير، حنیف اتمر، د پاکستان هوايي حملو په تړاو پر اکس ټولنیزې رسنۍ ليکلي: «د خواشینۍ خبره دا ده چې د طالبانو رژیم د دې وحشیانه بریدونو د مخنیوي لپاره هېڅ امکانات نه لري؛ نه هوایي ځواک او نه هم هوایي دفاعي ځواک!»

اتمر زیاته کړې چې په تېرو دوو لسیزو کې دوه ځله د افغانستان دفاعي او هوايي قواوې له منځه یوړل شوې: «د هیواد د نوو نسلونو پوښتنه دا ده چې آیا دا سم کار و؟ آيا پروني دلایل او پلمې کولی شي ننۍ بيچارګي او بې دفاعيتوب توجیه کړي؟»

لیکوال او د افغانستان د چارو شنونکي، محمد امین فروتن دویچه وله ته وویل چې طالبان « هېڅ کله د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع توان نه لري.» هغه زیاته کړه چې د تسلیحاتي او فني امکاناتو پرته، د طالبانو اداره داخلی مشروعیت نه لري او د هېڅ هېواد له خوا په رسیمت نه ده پېژندل شوې.

د کړکیچ دلیل؛ پاکستاني طالبان

د اسلام آباد چارواکو په کراتو ادعا کړې چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) یا تحریک طالبان پاکستان د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان په داخل کې خپلې حملې تنظیم او ترسره کوي.

خو د طالبانو ادارې چې يو وخت ېې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت ترمنځ منځګړيتوب کاوه، د پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې رد کړي دي.

شنونکي په دې باور دي چې دا ډول حملې به افغان طالبان د پاکستاني طالبانو څخه د ملاتړ مخه ونشي نيولی، هغه په دې دلیل که پاکستاني طالبان او افغان طالبان دوه جلا ډلې هم دي، خو دواړه ډلې په خپلو کې متحدې او د نظریو مشترکات لري.

 د سیاسي چارو شنونکی، هاشم دانش، دویچه وله ته وويل که افغاني طالبان د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام وکړي، «د خپلو لیکو په منځ کې له جدي مخالفتونو سره مخ کیږي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی عزیز بازر دویچه وله ته وویل چې د دغې حملې مسئول په کندهار او کابل کې د طالبانو اداره ده ځکه چې «د ورانکارو ډلو کوربتوب کوي.» خو بارز د پاکستان هوايي حملې په هکله وايي چې د دې باوجود د پاکستان دغه اقدام هېڅ توجيه نه لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل