1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د دیني مدرسو د راجسترولو قانون نافذ شو

شمس الرحمن ناصر | رویټرز، فرانس پریس، اسوشیټډ پریس
۱۴۰۳ دی ۱۰, دوشنبه

د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري له لاسلیک وروسته په دغه هیواد کې د دیني مدرسو د ثبتولو په اړه شخړیز قانون د اجرا وړ شو. مذهبي ګوندونو هم د دې پرمختګ په هکله ډاډ څرګند کړی دی.

https://p.dw.com/p/4ogH0
د پاکستان په یوه دیني مدرسه کې طالبان د زده کړو پر مهال
په قانون کې زیاته شوې ده چې مدرسې باید اړوندو ادارو ته خپل د کلني تعلیمي فعالیتونو رپوټ وسپاري او په منظمه توګه خپلي مالي چاري تصفیه کړي.انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

وروسته له دې چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴د دسمبر۲۹) په ورځ د ۲۰۲۴م کال د ټولنو د ثبت قانون تائید کړ، د دیني مدرسو د ثبتولو شخړیزه موضوع هم حل شوه. د ولسمشر له لاسلیک وروسته د دیني مدرسونو د راجستر کولو مسوده په قانون بدل شوه.

د دیني مدرسو د راجستر موضوع ولې شخړیزه ده؟

د ولسي شورا د ویاند په خبره د ټولنو د راجستر کولو لایحه د اکتوبر مياشتي پر ۲۰ نېټه د سنا مجلس او د اکتوبر په ۲۱ نېټه ولسي جرګې تصویب کړې وه چې اوس د ولسمشر له توشیح وروسته یې قانوني شکل غوره کړی دی.

مخکې تر دې د مرکزي حکومت کابینې د جمعې په ورځ د ۱۸۶۰م کال د ټولنو ثبتولو په قانون کې د اصلاحاتو په تاییدولو سره پریکړه کړې وه چې په لومړي سر کې به دغه قانون لکه څنګه چې دی تصویب شي او بیا به ولسمشر د اصلاحاتو اعلان کوي چې له مخې به یې مدرسې وکولی شي د تعلیم له وزارت سره ځانونه راجستر کړي.

 د تعلیم یا صنعت وزارت سره راجستر کیدل

کابینې د عدلیې وزارت په سپارښتنه د مدرسو د ثبتولو په پروسه کې اصلاحات تائید کړل.

څو روځې مخکې لومړي وزیر شهباز شریف د دیني مدرسو د ثبتولو پر موضوع له مولانا فضل الرحمن سره لیدلي ول او هغه ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی و.

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن
لومړي وزیر شهباز شریف هم د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن سره په دې اړه خبرې کړې وې.انځور: Muhammed Semih Ugurlu/Anadolu/picture alliance

د شنبې په ورځ ولسمشر زرداري، په لاړکانه کې د جمعیت علمای اسلام (JUIF) سنده له مشر مولانا راشد سومرو سره په ملاقات کې د دیني مدرسو د راجستر کولو په هکله د مولانا فضل الرحمن اندېښنو ته د رسیدګۍ ژمنه کړې وه چې دغه موضوع به ژر تر ژره حلوي. 

د ولسمشر له خوا د ټولنو ثبتولو اصلاحیه فرمان له مخې چې یوازې د اسلام آباد په حدودو کې عملي کیږي، مدرسې اختیار لري چې ځان یا د تعلیم وزارت او یا هم د صنعت له وزارت سره راجستر کړي.

د خبرتیا هرکلی

د پاکستان د علماو شورا مشر حافظ طاهر محمود اشرفي، د ولسمشر له خوا د ۲۰۲۴م کال د ټولنو د ثبت قانون د لاسلیک کیدو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې حکومت د مدرسو په ازادۍ او خپلواکۍ کې هیڅ ډول مداخله ونه کړله.

د جمعیت علمای اسلام ف (JUIF) ویاند اسلم غوري په یوه وینا کې وویل: «موږ به د دیني مدرسو د خپلواکۍ په هکله سازش ونه کړو او د دې موخې په خاطر به له هر ډول ننګونې سره مقابله وکړو.»

هغه وویل چې دیني مدرسې نه یوازې د اسلام کلاګانې دي، بلکې د هیواد د ایډیالوژیکو سرحدونو ساتونکي دي. او د مدرسو د دې حقیقت او ارزښت منل زموږ مکلفیت دی.

د JUIF ویاند د مدرسو د ثبتولو قانون اجرا کیدل د هیواد د علماو او دیني مدرسو ترمنځ د یووالي په برخه کې یوه لویه بریا وبلله.

د دیني مدرسو د ثبتولو په قانون کې څه راغلي؟

د دیني مدرسو د راجسترولو قانون کې، د ۱۸۶۰ کال د ټولنو قانون په ۲۱ ماده کې د بدلون په راوستلو سره د دیني مدرسو د راجسترولو په نوم یوه نوې ماده شامل کړای شوې ده چې پکې ویل شوي: هره دیني مدرسه چې په هر نوم یادیږي، د هغې ثبتول به لازمي وي او نا راجستر شوي مدرسې به وتړل شي.

هغه مدرسې چې د مدرسو د ثبتولو اړوند ۲۰۲۴م کال له قانون مخکې جوړې شوې او راجستر شوي نه دي، شپږ میاشتې وخت لري چې ځان راجیستر کړي، په داسې حال کې چې د دې قانون تر نافذ کیدو وروسته جوړیدونکو مدرسو ته یو کال وخت ورکول کیږي.

په قانون کې زیاته شوې ده چې مدرسې باید اړوندو ادارو ته خپل د کلني تعلیمي فعالیتونو رپوټ وسپاري او په منظمه توګه خپلي مالي چاري تصفیه کړي.

هیڅ یوه مدرسه به د داسې نصاب تدریس کولو او یا خپرولو اجازه ونه لري چې مذهبي کرکې، اورپکۍ یا فرقه پرستۍ ته وده ورکوي.

د پاکستان د حکومت پر ضد مارش

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2