اسرائیل: په لبنان کي د حزب الله پر۳۰۰ هدفونو بریدونه سوی دی
۱۴۰۳ آبان ۱, سهشنبهد اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ څرگنده کړه: «یوازي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي پر شاوخوا ۳۰۰ هدفونو باندي بریدونه سوي دي.» د دغو معلوماتو له مخي د القرض ال -حسن پر مالي کمپنۍ باندي بریدونو کي یو سنگر هم شامل وو چي پکښي نغدي پیسې، او په لسونو میلیونونو ډالرو په ارزښت سره زر ذخیره سوي ول.
داسرائیل پوځ د دوشنبې له ماښام راهیسي د حزب الله ملیشې مالي سیستم په نخښه کړی او دفترونه یې له هوا څخه تر برید لاندي راوستي دي.
د پوځ د مشر هیرزی هالیوي په حواله د یکشنبې له ماښام راهیسي د القرض الحسن د مالي کمپنۍ ۳۰ هدفونه ویشتل سوي دي. د امریکا متحده ایالاتو د مالیې وزارت په حواله القرض الحسن د حزب الله لخوا د مالي فعالیتونو د پټولو او نړیوال مالي سیسټم ته د لاسرسي له پاره د یوې جبهې په توګه کارول کیږي.
د اسرائیل د پوځ ویاند دانیل هاگاري، د دوشنبې په ورځ وویل چي «د تیرې شپې د برید یو مهم هدف د میلیونونو ډالرو په ارزښت نغدو پیسو او سرو زرو ډکه تر مځکې لاندي یوه تجرۍ وه چي له پیسو څخه یې پر اسرائیل باندي د حزب الله د هدفونو د مالي ملاتړ له پاره کار اخیستل کیده.»
پهلبنان کي د هغه ځای د روغتیا وزارت په حواله د دوشنبه په ماښام د اسرائیل د هوايي بریدونو په نتیجه کي د لبنان تر ټولو ستر روغتون ته نیژدې څلور انسانان وژل سوي دي.
حریري روغتون ته نیژدې هم د نوموړي برید په نتیجه کي ۲۴ کسان ټپیان سوي دي. مخکي له دې دغه وزارت خبر ورکړی وو چي د لبنان په ختیځ کي د اسرائیل د یوه برید په نتیجه کي ۶ انسانان وژل سوي دي.
د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر اومه پر اسرائیل باندي دفلسطیني سازمان حماس تر ستر برید، او له امله یې په غزه کي د جگړې له پیل کیدو وروسته، د حماس او ایران په ملاتړ حزب الله ملیشو د اسرائیل پر شمال باندي د پرله پسې بریدونو په ترسره کولو سره د اسرائیل په وړاندي دوهمه جبهه پرانیستې ده.
اسرائیل یې د غبرگون په توگه په لبنان کي هدفونه وویشتل. د اسرائیل پوځ له یو څو اونیو راهیسي پر لبنان باندي خپل بریدونه په ښکاره توگه ډیر کړي دي. سربیره پردې یې له شاوخوا دریو اونیو راهیسي، د حزب الله پر وړاندي د دغه گاونډي هیواد په جنوبي برخه کي مځکني عملیات هم پیل کړي دي.
GP/NZ/AG