ایران ملګرو ملتونو ته د اسرائيل له ګواښونو شکایت کړی
۱۴۰۳ مهر ۳۰, دوشنبهوروسته له هغې چې ایران د اکتوبر په لومړۍ نيټه پر اسرائيل د توغنديو بریدونه وکړل، اسرائيل ګواښ کړی چې له ایرانه به غچ اخلي. ګومان دا دی چې د اسرائيل د حملې په صورت کې کېدای شي یو هدف د ایران اټومي تاسیسات وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۲۲مه) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې «پر اټومي تاسیساتو د حملې ګواښونه د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک خلاف دي...او غندل شوي دي... موږ په دې تړاو د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې ته یو لیک استولی دی.»
د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر تېره اوونۍ وويل چې اسرائيل به پر ایران د ځوابي برید په تړاو د خپل کليدي متحد، امریکا متحده ایالاتو مشورو ته غوږ کيږدي، خو په دې هکله تصمیم به د خپل هېواد د ملي ګټو پر اساس نیسي.
د نتنیاهو دفتر له خوا په دې هکله یوه اعلامیه چې د واشنګټن پست په یوه تبصره کې ضمیمه شوې، راغلي چې نتنیاهو د ولسمشر جو بایدن ادارې ته ويلي چې اسرائيل به د ایران پر اټومي او نفتي تاسیساتو نه، بلکې پر پوځي تاسیساتو ېې حمله وکړي.
بقايي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د دې امکان شته چې ایران دې په خپله اټومي نظريه کې بدلون راولي وويل چې «د ډلیزو وژنو وسلې زموږ په سیاست کې ځای نه لري.» هغه وويل تهران به د اسرائيل د هرې حملې په تړاو د ځوابي حملې تصمیم نیسي چې څنګه او کله به ېې ورکوي.
د ایران د بهرنيو چارو وزارت ویاند دغه راز وويل چې خارجه وزیر عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ په سیمه کې د ترنګلتیا د راکمولو په موخه د هڅو په لړ کې نن دوشنبه بحرین او کويت ته سفرونه وکړي.
(Reuters)mks/nz