د ایران-اسرائیل کړکېچ؛ د افغانستان له فضا د الوتنو ډېرېدل
۱۴۰۳ مهر ۱۹, پنجشنبهد معلوماتو له مخې، تېره اونۍ هوايي شرکتونو په زیاتېدونکي ډول د خپلو الوتنو لوري ته بدلون ورکړی او تېره اونۍ ډېرې الوتنې د ایران پر ځای د افغانستان پر هوايي قلمرو شوي دي. دا مسیر د وخت او لګښت له اړخه هوايي شرکتونو ته ګران پرېوځي. دا چاره په منځني ختیځ کې د کړکېچ له امله د اسیا او اروپا تر منځ هوايي مسیر کې د ګډوډۍ له امله رامنځته شوې ده.
که څه هم په وروستیو میاشتو کې د افغانستان پر فضا الوتنې زیاتې شوي؛ خو د «فلایت رادار ۲۴» په نوم د یوه سویډني ویبسایټ د معلوماتو له مخې، پر اسرائیل د ایران له توغندیزو بریدونو او په مقابل کې یې پر ایران د اسرائیل د ممکنه برید له امله، د افغانستان پر فضا دا پروازونه لا زیات شوي دي. «فلای رادار ۲۴» ویب پاڼه د مسافر وړونکو الوتنو موقعیتونه په ژوندۍ بڼه خپروي.
د اروپا د هوايي چلند د خوندیتوب ادارې EASA تېره اونۍ هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی دی چې د ایران پر فضا له الوتنو ډډه وکړي.
«فلایټ رادار ۲۴» د سیپټمبر پر ۲۹ نېټه د افغانستان پر فضا د ۱۳۲ نړیوالو الوتنو خبر ورکړی و، خو د اکتوبر پر دویېمه پر اسرائیل د ایران له توغندیزو بریدونو یوه ورځ وروسته دا شمېر ۱۷۶ ته لوړ شو. په همدې ترتیب د اکتوبر له شپږمې څخه تر دې دمه د افغانستان له هوايي قلمرو څخه ۲۲۲ نړیوالې الوتنې شوي دي.
طالب چارواکیو ویلي دي، چې په وروستیو کې د افغانستان له هوايي قلمرو څخه د نړیوالو الوتنو شمېر د فلای رادار ۲۴ ویب پاڼې تر ورکړل شویو شمېرو ډېر دی.
اړوند: د ایران د هوايي حریم په محدودیدو سره د افغانستان پر سر پروازونه ډیر شوي
د طالبانو ادارې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي:«په ځانګړې توګه په تېرو پنځو شپږو ورځو کې په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۳۵۰ ترانزیتي پروازونه د افغانستان له فضا څخه شوي دي، په داسې حال کې چې دا شمېر تېر کال ایله تر ۱۰۰ رسېده.»
«فلای رادار ۲۲» د سې شنبې په ورځ د افغانستان له هوايي قلمرو څخه د «بریتیش ایرویز» او «سینګاپور ایرلاینز» الوتنې وښودلې، خو دغو شرکتونو د رویټرز خبریال ته په دې اړه جزئیات ور نه کړل.
اړوند: د منځني ختيځ کړکېچ؛ هوايي شرکتونه د افغانستان له مسيره پروازونه کوي
په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې او اوکراین هوايي کرښې د اوکراین د جګړې د پیلېدو له امله وتړل شوې، ډېرو هوايي شرکتونو خپلې الوتنې د ایران او منځني ختیځ له هوايي قلمرو پیل کړې. اوس د نوي مسیر په تغیر سره ښکاري، چې هوايي شرکتونه له محاسبوي ستونزو سره مخ دي، ځکه چې د منځني ختیځ فضايي امنیت ورځ تر بلې خطرناک کېږي او د حماس او اسرائیل د جګړې له پيل یو کال وروسته د یوې سیمه ایزې جګړې خطر لا زیاتېږي.
د الوتنو په اړه د ممکنه خطرونو د تبادلې سازمان یا (OPSGROUP) بنسټ ایښودونکی مارک زی، وايي:«هغه کرښې چې له پخوا تړل شوې وې، اوس لا محدودېږي. له همدې امله افغانستان د لوړ هوايي ټرافیک شاهد دی.»
درې کاله مخکې چې طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شول، د افغانستان پر هوايي قلمرو د هوايي ټرافیک کنټرول له منځه تللی. له همدې امله هوايي کرښې د خپلو تنظیموونکیو په لارښوونکو متکي دي.
مارک زی، وايي:«ګومان کوم چې د ایران او ښايي د عراق پر فضا له الوتنو ځان ساتنه به څو اونۍ دوام ولري، تر څو یا اسرائیل څه اقدامات وکړي او یا حالت عادي شي.»
(Reuters) si, af,od,nj