1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اسرائیلو د حزب الله ډرون برید؛ هدف د لومړي وزیر کور وو

۱۴۰۳ مهر ۲۸, شنبه

رویټرز خبري اژانس د شنبې په سهار وختي د قیصریه په سیمه کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو شخصي استوګنځي ته څیرمه د یوې بې پیلوټه الوتکې د برید خبر ورکړ. د معلوماتو له مخې په برید کې چاته زیان نه دی رسیدلی.

https://p.dw.com/p/4lz0W
 د اسرائیلو  لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو
د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهوانځور: Pool European Pressphoto Agency/AP/dpa/picture alliance

د شنبې په ورځ د (۲۰۲۴م کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۹مه) نیټه د اسرائیلو په قیصریه ښار کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی. د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د برید هدف د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو استوګنځی وو. رویټر خبري آژانس هم په خپل رپوټ کې ویلي چې د برید هدف د لومړي وزیر استوګنځی وو خو په برید کې چا ته زیان نه دی رسیدلی.

سربیره پر دې د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې د دغه هېواد په شمال کې د قیصریه په سیمه کې د لومړي وزیربنیامین نتانیاهو استوګنځی د بې پیلوټه الوتکې د برید هدف ګرځیدلی، خو هغه د برید پر مهال په کور کې نه و او چا ته زیان نه دی رسېدلی.

دا هم ولولئ: بريتانيا له اسرائیل څخه د خپل سفارت کارکوونکي راباسي

د لومړي وزیر نتانیاهو ویاند اعلان وکړ چې د اسراییلو لومړی وزیر او میرمن یې د پیښې پر مهال په کور کې موجود نه ول او د برید په پایله کې څوک ټپي شوي نه دي.

په ورته وخت کې د حزب الله ترهګرې ډلې ویلي چې د دوی جنګیالیو له لبنان څخه پر اسرائیلو باندې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی دی. د رپوټونو په حواله، دغه بې پیلوټه الوتکه د اسرائیلو په ساحلي قیصریه ښار کې له یوې ودانۍ سره جنګیدلې ده چې هدف یې د لومړي وزیر استوګنځی وو.

آیا له اسرائیل سره د ممکنه جګړې په صورت کې به روسیه د ایران ملاتړ وکړي؟

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر د پیښې د دقیق ځای په هکله تر اوسه جزئیات نه دي ورکړي خو د اسرائیلو پوځ ویلي چې دوه بې پیلوټه الوتکې په فضا کې لیدل شوي دي.

ش/ا ا/ح Reuters